«امریکا د اپريل تر پايه د نيمايي عسکرو د ايستلو ژمنه کړې»
۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبهپه داسي حال کي چې مسکو د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازو د مخامخ خبرو کوربتوب کوي، د طالبانو د استازي یوه غړي مولوي عبدالسلام حنيفي د روسيې «ریا نووستي» خبري آژانس ته ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو کې، امريکا له طالبانو سره ژمنه وکړه چي د اپريل مياشتي تر پايه پوري له افغانستانه خپل نيمايي ځواکونه وباسي.
هغه په مسکو کي خبريالانو ته وويل: «بلې هو امريکايانو موږ ته وويل چي خپل د ځواکونو نيمايي برخه به د فيبروري له پيل د اپريل مياشتي تر پايه پوري وباسي».
په ورته وخت کې د ولسمشر غني پر ټویټر پاڼه راغلي دي چې نوموړي پرون د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري میاشتي ۵ نیټه) ناوخته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره تلیفوني خبري کړي دي.
د ولسمشر غني په ټویټ کې لیکل شوي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو په تعهد او دوامداره ملګرتیا کې سیاسي نا څرګندتیا او ابهام موجود نه دی.
ولسمشر غني همدا راز لیکلي دي چې پمپیو ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي اړیکي ټینګې دي او دغه اړیکې به تر هغه وخته پوري دوام وکړي څو په افغانستان کې تلپاتې او ټول شموله سوله تأمین شي.