1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: افغان سيکهان مو د مذهبي کتابونو له وړلو گرځولي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د افغان سیکهانو او هندوانو یوه ډله چې شمېر یې ۵۵ تنو ته رسېږي، تیره ورځ هند ته ورسېدله خو شکایت کوي چې طالبانو د خپلو مذهبي کتابونو د وړلو اجازه ورنکړه.

https://p.dw.com/p/4HMu7
د کابل کارته پروان ګوردوارې کې د افغان سکهانو مذهبي مراسم
د کابل کارته پروان ګوردوارې کې د افغان سکهانو مذهبي مراسمانځور: Mohd Rasfan/AFP

د هند ایکسپریس ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د افغان سیکهانو او هندوانو دغه سفر په هند کې د سیکهانو د معبدونو د چارو د تنظیم یوې ادارې « د هند نړیوال فورم » او د هند د بهرنیو چارو وزرات تنظیم کړی وه.

د هند د نړیوال فورم په نامه د سیکهانو د مرستندویه سازمان مشر پونیت سنګ چندوک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تازه تلوونکو ۵۵ افغان سیکهانو کې ۳۸ یې مشران، ۱۴ ماشومان او ۳ نوي زیږیدلي ماشومان دي. دی وایي چې لا په افغانستان کې ۴۳ هندوان او سیکان پاتې دي چې باید هند ته راوړل شي خو ویزو ته په تمه دي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له ۳۰۰ زیات افغان سیکهان او هندوان هند ته تللي دي.

Afghanistan | Sikhs
کارته پروان ګوردواره کې د سکهانو یوه کورنۍانځور: Mohd Rasfan/AFP

د افغان سیکهانو یو شمېرغړي چې تازه هند ته تللي شکایت کوي چې طالبانو اجازه نه ده ورکړې، تچې خپل مقدس کتابونه له ځان سره یوسي. د دوی یو شمېرغړي چې د تیرې ورځې په سفر کې له افغانستان وتلي دي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې طالبانو اجازه ورنکړه چې خپل مقدس کتابونه او نور وسایل له ځان سره یوسي.

په هند کې سک افغان مهاجر: که سوله راشي وطن ته ستنیږم

رام سرال پسید چې په کابل کې د هندوانو او سیکهانو د شورا رییس وه وایي:« موږ تیره ورځ ۵۵ کورنۍ هند ته راغلو. زموږ ۴۳ نفر لا هم افغانستان کې پاتې دي او تر ۱۲ یې ویزو ته په تمه دي ځکه چې ویزې په وخت رانغلې. طالبانو اجازه رانکړه چې خپل مقدس کتابونه له ځان سره یوسو، موږ په وطن کې هم ازادي نه درلوده او کله چې وتلو هم طالبانو داسې چلند وکړ.»

له دوی وړاندې د افغان سیکهانو او هندوانو د یوې بلې ډلې سره هم چې شمیر یې ۶۰ تنو ته رسیده او د روان عيسوي کال د همدې روانې سپټمبر د میاشتې په ۱۱ نېټه هند ته لیږدول شوي و، طالبانو نه و پریښي چې خپل مقدس کتابونه له ځانونو سره یوسي.

خو طالبان وایي چې د افغان سیکهانو او هندوانو د ژوند خوندیتوب یې مسوولیت دی او دوی ته یې د ښه او ارام ژوند ډاډ ورکړی و، خو دا چې دوی په خپله خوښه له افغانستان څخه وځي نو دوی یې مخه نه نیسي.

کابل کې د افغان سکهانو یو دوکان کال ۱۹۷۰ م
کابل کې د افغان سکهانو یو دوکان کال ۱۹۷۰ مانځور: Mohd Rasfan/AFP

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په خبرو کې دا تاییدوي چې افغان سیکهانو او هندوانو ته یې د هغوی د مقدسو کتابونو د وړلو اجازه نه ده ورکړې. هغه وويل چي د کتابونو او نورو تاریخي نسخو وړل منع دي. په ويڼا يې دا د هېواد ملي شتمني ده.

مجاهد زياته کړه: « موږ د دې لپاره یو کمېسیون ټاکلی، کله چې دې کمېسیون دا کتابونه وکتل چې تاریخي کومه نسخه او یا محرم څه پکې نشته نو دوی به سیکهانو ته اجازه ورکړي چې خپل مقدس کتابونه له ځان سره یوسي.»

د افغان سیکانو او هندوانو يوه ډله هندوستان ته ورسيده

افغان سیکهانو او هندوانو وروسته له هغه د هېواد پرېښودو تصمیم ونیوه چې په وروستیو کلونو کې په هندوانو او سیکانو باندې مرګوني بریدونه وشول او تر ۵۰ ډېر افغان هندوان او سیکان پکې ووژل شول.

د دې مذهبي اقلیت په ډلې تازه برید د غبرګولي په ۲۸مه (د ۲۰۲۲ عيسوي کال د جون ۱۸نېټه) په کابل کې وشو چې دوه تنه پکې ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

بل لورته یو شمېر سیاسي او ټولنېز کارپوهان له افغانستانه د افغان سیکهانو او هندوانو وتل د افغانستان د کلتور او تمدن لپاره ناوړه عمل گڼي او په وینا یې چې باید هر ډول مذهبي او دیني اقلیت ته د داسې ژوند شرایط اماده شوي وای چې دوی اړ شوي نه وای چې له هېواد څخه په داسې ډول ووځي.

افغان هندوان خپل هیواد ته ستنیدل غواړي

سیاسي کارپوه حکمت الله حکمت له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي:« دا یوه سیاسي توطیه او د پاکستان د مدرسو انګېزه ده چې بل هر ډول دین او اقلیت دوی ته بد ښکاري او په خپل منځ کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي. د پاکستان د ایډیالوژۍ درلودونکو خلکو مخکې هم افغان سیکهان وځورول او اوس یې طبعاً د ژوند فضا‌ تنګه ده ځکه په داسې ډله ییز ډول له افغانستان څخه وځي.»

ویل کېږي چې د افغانستان هندوانو او سیکانو د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې استوګنه درلوده او ( له بدخشان او پنجشیر پرته) دوی ۱۶۲ معبدونه درلودل. خو په تدریجي ډول دوی له ټولو ولایتونو ووتل او اوس مهال یوازې په کابل کې کم خلک استوګن دي.

هیلۍ اسد

مسلمانه کورنۍ د سِکهانو د مړو د سوځېدو د ځای ساتنه کوي