1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب استازو په پيکنگ کې له چينايي چارواکو سره ليدلي

۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبه

د طالبانو يوه پلاوي په پیکنگ کې د افغانستان له پاره د چين د ځانگړي استازي سره ليدلي دي. دا ليده کاته په داسې حال کې کيږي چې ولسمشر دونالد ترمپ د روانې مياشتې په سر کې له طالبانو سره خبرې په ناڅاپي توگه ختمې اعلان کړې.

https://p.dw.com/p/3Q4i3
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وويل چې د طالبانو يوه پلاوي د يکشنبې په ورځ له چينايي چارواکو سره ليدلي دي.

شاهين پر خپله رسمي تويتر پاڼه ليکلي چې يوه نهه کسيز پلاوي پیکنگ ته سفر کړې وه او د افغانستان له پاره د چين د ځانگړي استازي دينگ شیجون سره یې ليدلي دي.

ويل شوي چې له چينايي چارواکو سره د بحث موضوع د امريکا سره له منځه وړل شوې خبرې اترې وې. شاهين وويل: «د چين ځانگړي استازي وويل چې د امريکا – طالبان تړون د افغانستان د شخړې د سوله ایز حل له پاره يو ښه چوکاټ دی او دوی ترې ملاتړ کوي.»

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا په دې اړه کوم رسمي تائيد نه دی جارې شوی. طالبان په جون مياشت کې هم پیکنگ ته تللي ول. هغه وخت چين ويلي ول چې د افغانستان د اتلس کلنې جگړې د ختمولو له پاره د بين الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ کوي.

چين له افغانستان سره په لويديځ کې په پرتې سيمه شينجيانگ کې لنډه گډه پوله لري. د چين حکومت له اوږدې مودې راهيسې په شينجيانگ کې د فعالو وسله والو ډلو او په افغانستان کې د وسله والو ترمنځ د اړيکو په هلکه په ويره کې دی.

BS/GP (Shamil Shams )