1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«لومړنۍ ارزونې ښيې پر کابل پوهنتون برید د طالبانو کار وو»

۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبه

امرالله صالح یو وار بیا ادعا کړې چي د کابل پر پوهنتون باندي برید د طالبانو کار وو. خو د طالبانو ډلي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او د ولسشمر مرستیال یې په « جعلي صحنه سازۍ » تورن کړی.

https://p.dw.com/p/3krMo
Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

وسله والو بریدکوونکو د دوشنبه په ورځ د کابل پر پوهنتون برید وکړ چې په نتیجه کي یې په لسهاوو کسان مړه او ټپیان سول. که څه هم د رسمي شمیرو له مخي په دغه برید کي ۲۲ تنه وژل سوي او څه د پاسه ۲۷ تنه زخمیان دي، خو د رویترز خبري آژانس د دوو سرچینو له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل سوی، لیکي چي د وژل سوو کسانو شمیر ۳۵ ته لوړ سوی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « دغه وحشیانه او د بشریت ضد برید، پرته له بلې خبرې له هغه برید سره ورته دی چې پر امریکایي پوهنتون ترسره سوی وو او هغه د طالبانو کار وو. پر کانتیننتال هوټل باندي برید ته ورته دی چې د طالبانو کار وو. پر چهارصد بستر روغتون باندي برید ته ورته دی چې پرته له چون او چرا، د طالبانو کار وو.»

امرالله صالح ویلي چې ددغو بریدونو په پلانولو کي دخیل کسان، د قانون په منګلو کي دي چې د حقاني له شبکې او «تاج میر جواد» له څانګي څخه دي.

د افغانستان د ریاست جمهورۍ لومړی مرستیال لیکي، د حقاني شبکه له طالبانو څخه نه بیلیدونکی جُز دی او تاج میر جواد له ۲۰۰۲ م کال راهیسي په پاکستان کي اوسیږي.

هغه زياته کړې: «دا چی د محصلینو په وړاندي جنایت طالبانو کړی، د هغه قضاوت زموږ سیاسي ذهن نه بلکې دا خبره پر استخباراتي شواهدو ولاړه ده. د ویني ځبیښونکي تاج میرعکسونه به د ۶۳۰ جلسې د پریکړي پر اساس په ښار کې وځړول سي.»

د طالبانو د ویاند او ولسمشر د مرستیال ترمنځ تویتري جګړه

د کابل پر پوهنتون باندي د برید مسوولیت داعش پرغاړه اخیستی. خو له هم هغه پیل راهیسي حکومتي چارواکو ادعا کوله چي دغه برید طالبانو تر سره کړی.

امرالله صالح ویلي چي د کابل په پوهنتون کي له برید کوونکو څخه پاته سوې وسله، له هغه څه سره ورته والی نه لري، چې داعش د ډلی په اعلامیه کي ښوول سوي دي. هغه همدارنګه ویلي چي بریدکوونکو د درسي صنفونو پر دیوالونو لیکلي چی «ژوندي دي وي طالبان».

د طالبانو ډلي په دغه برید کې هر ډول لاس درلودل رد کړي. د طالبانو د ډلی ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپلو تویتونو کې امرالله صالح په « جعلي صحنه سازیو» باندي تورن کړی. هغه ویلي: «څرنګه امکان لري چي برید کوونکو په دا څو ساعتونو کي، د جګړې پر مهال پر دیوالونو باندي خطاطیو ته وخت پیدا کړ او په میرزایی خط يې د امارت نوم وليکه؟»

ښاغلي صالح لیکلي چې د کابل پوهنتون د حقوقو پر پوهنځي باندي برید تصادفي نه وو. هغه زياته کړې: « شواهد ښيي چي دا هر څه مخکې له مخکي پلان سوي ول او په مشخص ډول د همدغي برخې د هدف ګرځولو له پاره رامنځته سوي ول.»

د افغانستان د سولې په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه تویتري پیغام کې لیکلي چي د کابل پر پوهنتون برید چې داعش یې مسوولیت پر غاړه اخیستی، غندي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر هم، پر پوهنتون باندي تر برید وروسته ویلي ول: «طالبان د بې ګناه او ملکي کسانو د وژلو اصلي مسوولین دي او طالبان نه سي کولای د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه جنایت له بار څخه په اصطلاح اوږه خالي کړي.»