1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهاب الدین دلاور:افغانستان به د علم زانګو او د علم مرکز ګرځي

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته نجونې له هر ډول زده کړو منع کړل شوي دي، د دې ډلې د کانونو سرپرست وزیر وایي چې «افغانستان به د علم زانګو ګرځي.»

https://p.dw.com/p/4LmRi
Russland Afghanistan l PK der Anführer der Taliban-Bewegung in Moskau
انځور: Tatyana Makeyeva/REUTERS

 

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ له یوې چینايي شرکت سره د تېلو د استخراج د تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به دعلم زانګو وګرځي، افغانستان به د علم مرکز وګرځي.»

په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

نوموړي  د عصري علومو ارزښت  او اړتیا له دیني علومو سره برابره وګڼله او ویې ویل چې افغانستان متخصصینو ته اړتیا لري. دلاور زیاته کړه: «موږ ساینس پوهانو ته سخته اړتیا لرو موږ انجنیرانو ته اړتیا لرو چې د افغانستان شتمنۍ وساتي، او د افغانستان د شتمنیو له پاره تدبیر او تنظیم وکړي.»

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې د محدودیتونو لمن پراخیږي.