1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالی مقدونيه د ناټو ديرشم غړې شو

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

سکوپیه د جمعې په ورځ په ناټو کې د داخلیدو رسمي اسناد وسپارل او د دغه پوځي اتحاد ۳۰ غړي وګرځيد. دې سره به سر د راتلونکې دوشنبې ورځې په بروکسل کې د شمالي مقدونيې بيرغ هم د نوورغړو هیوادونو په کتار کې ورپول شي.

https://p.dw.com/p/3aABq
NATO-Staaten unterzeichnen Beitrittsprotokoll mit der künftigen Republik Nordmazedonien
انځور زمونږ له آرشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/F. Walschaerts

شماليٍ مقدونيې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۷مه) په رسمي توګه د ناټو پوځي اتحاد غړې شوه.

د شمالي مقدونيې حکومت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «د شمالي مقدونيې جمهوريت د ناټو ديرشم نوی غړی دی.»

په پایتخت سکوپیه کې د حکومت په دغې اعلاميه کې زياته شوې ده: «موږ د نسلونو ارمان ورپوره کړ.»

په دې اړه د ناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبرګ دفتر ويلي دي: «شمالي مقدونيه اوس د ناټو د کورنۍ جزء دی»

ستولتنرګ د ناټو په اړه زياته کړې د اطمینان پر اساس، دا د ۳۰ مليتونو او د شاوخوا يو ميليارد انسانانو کور دی، دا مهمه نه ده چې موږ د کومو ستونزو سره مخامخ يو، موږ ټول د يو بل تر څنګ لا ځواکمن او لا محفوظ یو.

د آلمان خارجه وزير هايکو ماس هم له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د دغې کورنۍ اوږد سفر بلاخره يو پای ته ورسید.

ماس وويل: «د ناټو په سازمان کې د شمالي مقدونيې يو ځای کيدل، په غربي بالکان کې امنيت او ثبات زياتوي. دا همدا رنګه د ناټو د پرانيستو دروازو سیاست يوه نخښه ده چې د آزادۍ، دموکراسۍ او بشرد حقونو په برخو کې مرسته کوي.»

شمالي مقدونيې د جمعې په ورځ وختي، د وروستي رسمي ګام په توګه خپل د «الحاق اسناد» په واشنګتن کې د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزارت ته وسپارل.

د امريکا خارجه وزير مايک پمپئو ويلي دي چې «دا د شمالي مقدونيې د حکومت او د خلکو د ډيرو کلونو د هڅو نتيجه» ده.

شمالي مقدونيې تيرکال خپل نوم له مقدونيې څخه تغيير کړل تر څو يې د يونان او اروپايي اتحاديې تر منځ د کلونو اوږدې لانجې ته د پاي ټکی ايښی وي.

د شمالي مقدونيې د دفاع وزير په دې اړه يوه ټيوټ کې ويلي دي: «موږ دغې ورځ ته له نژدې ۳۰ کلونو راهيسې انتظار وو.» د دفاع وزير رادميلا سیکرینسکا زياته کړې: «موږ ټولو ته دې مبارک وي.»

په دې سره به سر د دوشنبې ورځې څخه په بروکسل کې د شمالي مقدونيې بيرغ هم پورته شي.