1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا د چين او روسيې د پوځي پلاو کوربتوب کوي

۱۴۰۲ مرداد ۳, سه‌شنبه

په پام کې ده د روسيې د دفاع وزير سرګي شیوګو او د چین لوړپوړي پوځي چارواکي د شمالي کوریا د «بریا ورځي» د ۷۰یمه کلیزه په مراسمو کې ګډون وکړي. د جنوبي کوریا پوځ وايي شمالي کوریا دوه بالستيک توغندي توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4ULsq
د شمالي کوریا رهبر کیم یونګ اون له پوځي مشرانو سره د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د پوځي پریټ څخه د کتنې پر مهال
د شمالي کوریا رهبر کیم یونګ اون له پوځي مشرانو سره د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د پوځي پریټ څخه د کتنې پر مهالانځور: Reuters/KCNA

د راپورونو له مخي شمالي کوریا د روانې اوونۍ په آخر کې د خپلې «بریا ورځې» ۷۰یمه کلیزه لمانځي چې په مراسمو کې به ېې د روسيې او چين هیوادونو لوړپوړي پوځي پلاوي هم د خاصو مېلمنو په توګه حضور ولري.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA ويلي دي چې روسي پلاوی به د دغه هیواد د دفاع وزیر سيرګي شيوګو په مشرۍ وي.

د چينی پلاوي مشري به د پوليتبورو د ګوندي حلقې غړی، لي هونګزهونګ، کوي او دغه پلاوی به د جولای له ۲۶مې په پیونګیانګ کې وي. دغه مطلب د چين د کمونیست ګوند د مرکزي کميټې د نړيوالې څانګې له خوا تائيد شوی دی.

ورته نور ولولئ: شمالي کوریا په شپه کي ستر پوځي پرېټ ترسره کړ

شمالي کوريا ته د روسيې او چين د پلاوو سفر ته له دغه منزوي شوي هیواد سره د یو پام وړ ديپلوماتيک تعامل په سترګه کتل کيږي.

د یادښت د دغې ورځې په مراسمو کې پراخ پوځي پريټ او نور د پام وړ مراسم په نظر کې نيول شوي دي
د شمالي کوریا د یادښت د دغې ورځې په مراسمو کې پراخ پوځي پريټ او نور د پام وړ مراسم په نظر کې نيول شوي ديانځور: imago images/UPI Photo/KCNA

شمالي کوریا غواړي د کوريا جګړې د اوربند د ۷۰يمې کلیزې مراسم په ډېره لوړه سطحه او د پام وړ ترسره کړي.

څرنګه چې د دغه هیواد دولتي رسنيو رپوټ ورکړی دی، پينګ یونګ غواړي د اوربند د لاسلیک کولو ورځ چې په دغه هېواد کې د «بریا ورځ» باندې یاديږي، په داسې یوه «عظيمه توګه ولمانځي چې په تاریخ کې ثبت شي.» د یادښت د دغې ورځې په مراسمو کې پراخ پوځي پريټ او نور د پام وړ مراسم په نظر کې نيول شوي دي.

ورته نور ولولئ: شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له لوړ خطر څخه خبرداری ورکړی

ان کې نیوز چې مقر ېې په سیول کې دی، په خپل رپوټ کې وايي چې له سټلایټ څخه اخیستلي انځورونه ښيي چې شمالي کوریا د څو میاشتو راهیسې د دغه پریټ له پاره هم د پوځيانو او هم د ملکيانو لازمې روزنې ترسره کړي دي. تمه ده چې د پريټ د تېرېدو پر مهال د شمالي کوریا د رهبر کیم یونګ اون هغه توغندي چې د اټومي سرګلولو د لیږد وړتیا لري او نور پرمختللي پوځي تجهیزات وښودل شي. دغه پريټ به د کیم دوه سونګ له څلور لارې تيريږي.

په عین وخت کې د جنوبي کوریا پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې شمالي کوریا دوه بالستيک توغندي د ختيځې یا د جاپان بحیرې پر لور توغولي دي.

د یادښت د دغې ورځې په مراسمو کې پراخ پوځي پريټ او نور د پام وړ مراسم په نظر کې نيول شوي دي
د شمالي کوریا د یادښت د دغې ورځې په مراسمو کې پراخ پوځي پريټ او نور د پام وړ مراسم په نظر کې نيول شوي ديانځور: imago images/UPI Photo/KCNA

د جنوبي کوریا خبري آژانس، یونهاپ، په حواله په سيول کې د پوځ عمومي قوماندانۍ وويل: «زموږ پوځ دوه بالستیک توغندي کشف کړل چې شمالي کوریا پوینګیانګ ته له نژدې سيمې څخه ختيځي بحيري پر لور وتوغول.» پوځ زیاته کړې ده چې دغه توغندي په ځایي وخت شپې ۱۱:۵۵ او بل ېې د سه شنبې په نیمه شپه فایر شوي دي.

ورته نور ولولئ: جنوبي کوريا: شمالي کوريا بيا توغندي توغولي

د عمومي قوماندانۍ په خبره، دغو توغندیو شاوخو ۴۰۰ کیلومتره پرواز کړی او بیا په سمندر کې غورځيدلي دي. ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د توغندیو د آزموینو بنديز لګولی خو دغه هیواد سربېره پر دې خپل توغندي توغوي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم له آرشیف څخه: