1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا د بې وسلې کولو په بدل کې د مرستې وړاندیز غندلی

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

د شمالي کوريا د واکمن کيم جونګ اون خور د دغه هېواد د اتومي بې وسلې کولو په بدل کې د جنوبي کوريا د اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړی او په سختو ټکو يې غندلی او هغه یې د «بې عقلۍ اوج بللی» دی.

https://p.dw.com/p/4FlPd
Nordkorea | Kim Yo Jong, die Schwester von Kim Jong Un
انځور: Korean Central News Agency/Korea News Service/AP/picture alliance

کيم يو جونګ د جمعې په ورځ د دوه اړخیزو روابطو د ښه کولو له پاره د جنوبي کوريا هڅې تر پوښتنې لاندې راوستې او په عین حال کې یې له امريکا متحده ايالاتو سره د جنوبي کوريا پر پوځي تمرينونو او پر دې نيوکې وکړې چې دغه هېواد د شمالي کوريا پر ضد د فعالانو د منفي پروپاګند او پر پوله د نورو فعاليتونو په مخنيوي نه دی توانیدلی.

د روان کال په می میاشت کې د جنوبي کوريا ولسمشر يوون سوک – يول ويلي ول چې په سيول کې حکومت «چمتو دی چې له نړيوالې ټولنې سره په شريکه يو داسې زړور پلان وړاندې کړي چې له مخې به یې د شمالي کوريا اقتصاد په پراخه کچه پياوړی شي او د خلکو په ژوند کې به ښه والی راشي.»

يوون چې د چهارشنبې په ورځ یې واک ته د رسېدو سل ورځې پوره شوې وې، يو ځل بيا شمالي کوريا ته د اتومي وسلو د پروګرام د ختمولو او په اتومي بې وسلې کولو د پېل په بدل کې د اقتصادي مرستې پر خپل خواهش ټينګار وکړ.

د شمالي کوريا د واکمن خور يو جونګ په يوه اعلاميه کې د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس له خوا خپره شوې، ويلي دي: «په دې اړه له فکر کولو سره چې زموږ د وياړ په بدل کې د اقتصادي همکارۍ وړاندیز د يوون يو ستر خوب، هیله او پلان دی، موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې هغه په رښتيا ډېر ساده او اوس هم لا ماشوم دی.»

خو هغې زياته کړې: «ښايي هغه په راتلونکي کې له دې څخه هم له ستر پلان سره زموږ دروازه ټک ټک کړي ځکه چې دې «زړور پلان» یې کار ور نه کړ. زه دا خبره روښانه کوم چې موږ به له هغه سره مخامخ ناسته ترسره نه کړو.»

د شمالي کوریا رهبر: امریکا سره د جګړې په صورت کې د اتومي وسلو کارولو ته تیار یو

د شمالي کوريا حکومت هڅه کوي په جنوبي کوريا کې پر احتجاج چې ډېر نادر دی، د نيوکو له پاره د يوې موقع په توګه استفاده وکړي. د دغه احتجاج په ترڅ کې د شمالي کوريا فعالانو يو شمير پوقانۍ چې د شمالي کوريا ضد شعارونه پرې ليکل شوي ول، د دغه هېواد پر لور الوځولې وې.

د شمالي کوريا حکومت ادعا کړې وه چې دغه ته هېواد ته د کوويد – ۱۹ ويروس هم د دغه پوقاڼو له لارې انتقال شوی دی.

د شمالي کوريا له خوا دا تبصرې په داسې حال کې شوي دي چې امريکا او جنوبي کوريا په وار وار سره په دې اړه خبرداری ورکوي چې شمالي کوريا يوې اتومي آزموينې ته چې دا به یې وومه آزموينه وي، چمتوالی نيسي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)