1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم: د جګړې په صورت کې د اتومي وسلو کارولو ته تیار یو

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون، ويلي دي چې د جګړې په صورت کې د دوی اتومي وسلې د استفادې له پاره په بشپړه توګه چمتو دي. هغه امریکا متحده ایالت د «ګنګستر په څير« یا بدمعاش په څير چلند کولو باندې تورن کړ.

https://p.dw.com/p/4ElyA
Nordkorea I Kim Jong Un - Plenarsitzung des Zentralkomitees der regierenden Arbeiterpartei
د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اونانځور: Korean Central News Agency/Korea News Service/AP/picture alliance

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون خبرداری ورکړی دی چې هغه تیار دی له امریکا متحده ایالتو سره په یوه بالقوه جګړه کې له اتومي وسلو څخه کار واخلي. دغه مطلب د شمالي کوریا حکومتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ خپور کړی دی.

کيم دغه څرګندونې د کوریا جګړې د پای په ۶۹مه کلیزه کې د خپلې وينا پر مهال وکړې. هغه دغه خبرداری یوه اوونۍ وروسته له هغې کوي چې واشنګټن او سيول ادعا وکړه چې شمالي کوریا تر ۲۰۱۷م کال وروسته د لومړي ځل له پاره اتومې آزموېنې ته تیاری نیسي.

د شمالي کوريا رهبر زیاته کړه: «زموږ ځواکونه په بشپړه توګه چمتو شوي چې له هر ډول بحران سره مقابله وکړي او زموږ د ملت اتومي وسلې هم په خپل پوره قوت او وفادارۍ سره د چټک او دقیق ماموریت له پاره بشپړ تحرک ته تیارې دي.»

دا په روان کال کې د کيم دا ډول دوهم خبرداری دی. هغه په خپله وینا کې زیاته کړې: «زه یو ځل بیا دا واضح کوم چې شمالي کوریا له امریکا متحده ایالاتو سره هر ډول پوځي تقابل ته بشپړ چمتووالی لري.»

د جنوبي کوريا په پلازمېنه سیول کې د اوها پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو پروفیسور، لایف-اریک ایزلي، اسوشتید پریس ته وويل چې «د کیم دغه ډول څرګندونې بهرني ګواښونه ډيروي، پر ځای د دې چې خپل پوځ باندې تمرکز او د رژیم اقتصادي توان توجیه کړي.»

Symbolbild I Panzer aus Südkorea
د جنوبي کوریا ځواکونه د تمریناتو پر مهال - مارچ ۲۰۲۱ - آرشیفانځور: Ahn Young-Joon/AP/picture alliance

هغه زیاته کړه: «د شمالي کوریا اتومي او توغندویز پروګرامونه له نړیوالو قوانينو سره په تناقض کې دي، خو کیم هڅه کوي چې خپلې بې ثباته کوونکې وسلې د خپلې دفاع له پاره د ېوې معقولې هڅې په توګه تقویه کړي.»

د جنوبي کوریا نوی محافظه پاله ولسمشر، یون سوک یول، د شمالي کوریا د تحرکاتو پر وړاندې له يو سخت دريځ سره مبارزه کوي.

کيم، يون د «مقابلې يا مخامختيا غوښتونکی لېونی»‌ وباله چې د حکومت مشري يې د «ډاکوانو» له خوا کيږي. هغه وويل د شمالي کوریا پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام «به له ځنډ پرته زموږ په پوره ځواک سره مجازات او د یون سوک یول حکومت او پوځ به ېې له منځه يووړل شي.»

کیم همدارنګه امریکا متحده ايالات له جنوبي کوریا سره د پوځي تمریناتو د ادامې په خاطر پر «دوه ګونې معیارونو» تورن کړ او دا چې امریکا «ګنګستر يا بدمعاش په څير» چلند کوي، هغه په دې دليل چې واشنګټن په پر له پسې توګه د پينګ یونګ د پوځي فعالتیونو «وظایف» اشتباهات ارزولي دي.

په واشنګټن کې د ويلسن مرکز په حواله، شمالي کوريا د ۲۰۲۱م کال په پرتله، په روان کال کې تر اوسه تر ۳۰ ډيري توغندویزې آزموېنې تر سره کړي دي.

دویچه ویله ا/م.ک.ص./ن.ز.