1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شعر ويلو کي د اشرف غني «تېروتنو» نوي بحثونه راپارولي دي

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

اشرف غني په خپله نوې وينا کي د پښتو شعرونو د لوستلو پر وخت د «تېروتنو کولو» له کبله په خواله رسنيو کي سخت تر انتقاد لاندي راغلی دی. کارپوهان يې په اړه څه نظر لري؟

https://p.dw.com/p/3gei6
Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
انځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰  طالب بنديانو د خوشي کولو پر موضوع رابلل سوي د مشورتي لويي جرګې د لومړۍ ورځي غونډي ته وينا واوروله. دغه لويه جرګه له دايرېدو مخکي لا په ټولنيزو رسنيو کي د تودو بحثونو موضوع ګرځېدلې وه، خو د اشرف غني تازه وينا ورپسي نوي تاوده بحثونه هم راوپارول.

دغسې نوي تاوده بحثونه د طالب بنديانو د خوشي کېدلو يا نه خوشي کېدلو يا د لويي جرګې پر څرنګوالي نه، بلکه د محمد اشرف غني له خوا په خپله وینا کي د پښتو اشعارو د لوست پر موضوع رامنځ ته سوي دي.

«
زور يې تر پښتو شاعرۍ وخيژي»

اشرف غني د خپلي وينا پر وخت په ايران کي د افغانستان د سفير عبدالغفور ليوال يو شعر داسي ولوست چي د يو شمېر خواله رسنيو د کاروونکو له خوا تر تنقيد لاندي ونيول سو ځکه چي په وينا يې «له غلطيو او تېروتنو ډک» ؤ. د بېلګې په توګه د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوونکي د پښتو ژبي شاعر ليکوال او موسيقي جوړونکي لطيف جان بابي پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: «اؤلسمشر زياتره ويناوي په خښمين تاو او د گؤتؤ په څنډلؤ سره بدرگه وي خؤ زور يې تر پښتو شاعرۍ وخيژي.»

د محمد اشرف غني د ويناؤ پر وخت د هغه له خوا د شعرونو د اقتباساتو وډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کي خورا لاس پر لاس کيږي. لکه د کابل ټکی کام د ټويټر پاڼي چي دغه يوه ويډيو خپره کړېده: 
د کندهار په پوهنتون کي د پښتو ادبياتو استاد سيد احمد قانع بيا په خپل فيسبوک پوست کي د ياد شعر بشپړه بڼه خپره کړې او ليکلي يې دي: «له کرزي صاحب څخه نیولې تر شېرزي، عبدالله، محقق، دوستم، رباني او... امرالله پوري دي یو سياستمدار تکړه سي دا شعر دي روان» ولولي.

سيد احمد قانع د آلمان ږغ ته وويل: « د لیوال دا شعر او په مجموع کی ټوله شاعري ئې ځانګړې ده، یعنې که څوک ئې شاعري مطالعه نه کړي، د ده له اصطلاحاتو، اولسي او نوي لغتونو، ترکیبونو سره اشنا نه وي، په اول وار سم لوستل به ئې ورته ستونزمن وي. د خوشال خان خټک له شعري کلماتو سره چی څوک اشنا نه وي، امکان نه لري چی بامفهونه دې ئې ولوستلای سي

«خوله نه درکومه سبا»

اشرف غني په خپله دغه وينا کي د خوشال خان خټک شعر «لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي ـ چا چې زما سره وهلی سر په سنګ دی» داسي اقتباس کړ: «هغه د خوشال خان خبره مو په ياد ده، ماغزه يې لا په ځای نه دي، چا چي دې ولس سره سر په سنګ وهلی

د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسدالله دانش چي د اشرف غني له منتقدينو څخه يو بلل کيږي په خپل فيسبوک کي يې د اشرف غني له خوا نقل قول سوو اشعارو په هکله ليکلی: « اوس وپوهیدئ؟ چې سړي یو پښتو یا دري کتاب نه دی لوستی ځکه لوستلی یې نشي... »

له دې مخکي هم څو ځله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ويناؤ او په زياته شعري او ادبي نقل قولونو له کبله دې ته ورته بحثونه رامنځ ته سوي دي. د بېلګې په توګه کله چي غني څو ورځي مخکي په خپله يوه وينا کي «که په ميوند کي شهيد نه شوې ـ خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه» لنډۍ په دا ډول اقتباس کړه: «او مه هيروئ چي ملالۍ په ميوند کي دا بيرغ اوچت که او ويل ځان فدا کئ که نه خوله نه درکومه سبا».

«هيڅوک له خطا خالي نه دی»

خو د خواله رسنيو يو شمېر کتونکو بيا د اشرف غني څخه په دفاع کي ليکلي چي «هيڅوک له خطا خالي نه دی» او نه بايد چي د يو کس په وړاندي د يوې تېروتنې له کبله «داسي په ناوړه توګه غير سالم انتقاد وسي

په بلجيم کي ژوند کوونکي د پښتو ژبي شاعري او ژورنالیستي مرسل احمدزۍ حبيبي پر خپله فيسبوک پاڼه د اشرف غني څخه په دفاع کي ليکلي: «که چیرته د افغانستان ولس مشرۍ ته مو خیال وو نو یو شی باید په یاد ولرئ، چې تاسو هم باید شاعر وئ، هم لیکوال، هم د تلویزیون او راډیو ویاند، هم ژورنالیست، هم برقي، هم نجار، هم انجنیر، که امکان یې وو په طبابت هم ځان پوه کړئ

په آلمان کي اوسېدونکي يو فرهنګي افغان ډاکټر شيرولي شير هم له ولسمشر څخه په دفاع کي ليکلي: «ولسمشر غني د میوند جګړې اتلې ملالۍ په هکله لفظي تیروتنه وکړه، ښه کار ونه شو ، خو وشو. ټولو ورپسې په ټولنیزو رسنیو کې چمبه راواخسته او د سپکاوي سندرو سیالي یی پيل کړه ، ان تر دې حده خبره ورسیده چی د خپل هیواد ولسمشرۍ مقام درناوی هم هیر شو.»

ايا د ولسمشر اړونده مشاورين پړ دي؟

افغان ليکوال او ژورنالیست عبدالنافع همت وايي چي هغه ادعاوي رشتيا نه دي چي ګواکي د ولسمشر غني اړونده مشاورين د مطرح ستونزو مسئول دي. همت چي په ۲۰۰۹ کال او په ۲۰۱۴ کال د اشرف غني د فرهنګي ډلي داوطلبانه غړی تېر سوی دی، د آلمان ږغ سره يې په خبرو کي وويل: «دا چي په مسئولانه وينا کي ارقام، نومونه، نېټي، شعرونه، له مقدسو منابعو څخه نقل قولونه او ورته اقتباسات راځي، نو بايد صرف د کاغذ له مخي ولوستله سي او له هغه مخکي يې بايد ښه ريهرسل/تمرين هم سوي وي.»

د همت په وينا په اکثرو مواردو کي «شفاهي وينا د موضوعاتو د تکرارېدو او په همدې توګه په تلفظ، ارقامو او نورو مهمو برخو کي د تېروتنو تر څنګ تر خپل حده د وينا د اوږدېدو سبب  هم ګرځي.» دغه ليکوال د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه مثال ورکوي چي په وينا يې له هرې وينا مخکي تمرين کاوه او هيڅکله ورڅخه تېروتنه نه کېدله.

همت وايي چي که ولسمشر اشرف غني هم له هرې مهمي وينا مخکي «د ريهرسل، له مشاورينو څخه د تنقيدي نظر پوښتلو او عملي کولو او بيا د کاغذ له مخي د وينا د لوستلو اصول مراعت کړي، نو به ورته ډېر ګټور تمام سي.»

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (د ۲۰۱۵ کال د می ۱۱مه):