1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شخړې او جبر؛ په زرونو خبریالان له خپلو هیوادونو وتلي دي

۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان یوې خپلواکې څېړونکي ویلي دي، چې په وروستیو کلونو کې زرګونه خبریالان د سیاسي جبر او شخړو له امله د خپل ژوند د ژغورلو له پاره له خپلو هېوادونو وتلي او په جلا وطنۍ کې هم له هر ډول ګواښونو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4gCKf
Switzerland Irene Kahn UN Menschenrechtsexperte
ایرنه خان، چې یوه بنګله دیشۍ وکیله ده او له دې مخکې یې د بخښنې نړیوال سازمان عمومي سر منشي په توګه دنده ترسره کړې.انځور: FABRICE COFFRINI/AFP/Getty Images

ايرنه خان، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  ته په یوه راپور کې وویل چې د جلا وطنو ژورنالیستانو شمیر زیات شوی، ځکه چې د آزادو او انتقادي رسنیو ځای «په ډیموکراتیکو هیوادونو کې چې استبدادي تمایلاتو ته وده ورکول کیږي» کمیږي.

نوموړي ویلي دي چې نن ورځ د نړۍ په یو پر دریمه برخه هیوادونو کې چې د نړۍ د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوي، آزادې او بیلابیلې رسنۍ چې د ډیموکراسۍ ملاتړ کوي او زورواکي حساب ته کښېنوي یا نشته او یا هم تر سخت محدویت لاندې دي.

د بیان او نظر د آزادۍ د پیاوړتیا او ساتنې په څانګه کې د ملګرو ملتونو خپلواکي څيړونکي خان، وویل چې ډیر ژورنالیستان او ځینې خپلواکې رسنۍ له خپلو هیوادونو څخه وتلي دي، ترڅو وکولای شي له هیواده بهر په آزاده توګه «له ویرې» څېړنه او فعالیت وکړي.

په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتېدو خبریالان اندیښمن کړي

ایرنه خان، چې یوه بنګله دیشۍ وکیله ده او له دې مخکې یې د بخښنې نړیوال سازمان عمومي سر منشي په توګه دنده ترسره کړې، څرګنده کړې ده، کله چې خبریالان خپل هیواد پریږدي په جلاوطنۍ کې هم له خطر سره مخ کیږي او دا چې په خپل وطن کې له کورنیو سره یو ځای له ګواښونو سره مخ وي په نورو هیوادونو کې یا کوربه هیوادونو کې بیا د اوسیدو د اسنادو په اخیستلو او د مناسب ځای پیدا کولو په برخه کې یې ملاتړ هم نه کیږي.

مېرمن خان وويل: «ډېر هغه خبريالان چې په خپل هېواد کې یې خپل او د کورنۍ امنيت په خطر کې ګڼي او په بهرني هېواد کې هم له مالي ستونزو او ګڼو نورو ننګونو سره مخ وي، بالاخره دغه مسلک پرېږدي.»

نوموړې زیاته کړه: «په دې توګه، جلا وطني یو بل لامل دی چې د انتقادي غږونو د ځپلو او د رسنیو د سانسور له پاره کارول کیږي.»

آغلې خان، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا د دې راپور چمتو کولو له پاره ټاکل شوې، وویل چې په اصولو کې د ژورنالیستانو او لیکوالانو له پاره نړیوال قانوني خوندیتوب شته، خو ستونزه «د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د دې مکلفیتونو په پلي کولو کې د حکومتونو ناکامي ده.»

اغلې خان څرګنده کړه چې په وروستیو کلونو کې سلګونه خبریالانو افغانستان، بیلاروس، چین، ایتوپیا، ایران، میانمار، نیکاراګوا، روسيه، سوډان، سومالیا، ترکیې او اوکراین پریښی دی. سربیره پردې، لږ شمیر خبریالان د نورو هیوادونو لکه برونډي، ګواتیمالا، هند، پاکستان او تاجيکستان څخه هم وتلي دي.

خان د جلا وطنو خبریالانو له کوربه هیوادونو څخه وغوښتل چې دوی ته د اوسیدو ویزې او د کار جوازونه ورکړي.

د هغې په ​​وينا، شړل شوي خبريالان د فزيکي بريدونو او انلاين ځورونو په وړاندې ښه خونديتوب او د مدني ټولنې او د رسنيو د ازادو ډلو اوږدمهاله ملاتړ ته اړتيا لري.

نوموړې وویل: «په جلا وطنۍ کې ژورنالیستان اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ژورنالیستیکي فعالیت له پاره بنسټیز ټیکنالوژي د دوی کار ګډوډ نه کړي او پر وړاندې یې ونه کارول شي.»

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

af/pa/zn (AP)