1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاهين قول اردو ـ تلفات ۱۴۰ ته جګ سول

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲, شنبه

په بلخ ولايت کي د شاهين قول اردو پر مقر د طالبانو په وسله وال بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۴۰ ته جګ سوی دی. بريد ګرو ځانونه په نظامي درېشيو ملبوس کړي ول.

https://p.dw.com/p/2biZI
Afghanistan Taliban-Angriff auf Militärlager in Mazar-i-Sharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

په مزار شريف کي يو افغان چارواکي ويلي دي چي د شاهين قول اردو پر مقر د وسله والو په بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۴۰ ته جګ سوی دی. دغه چارواکي و رايټرز خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط معلومات ورکړي دي. يو شمېر نورو چارواکو د تلفاتو شمېر لا زيات بللی دی.

د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په واشنګټن کي د جمعې په ورځ ويلي ول چي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو شمېر تر ۵۰ څخه زيات دی.

د راپورونو له مخي ۱۰ او لا زيات وسله وال طالبان چي د افغان عسکرو يونيفورم يې اغوستی او په نظامي موټرو کي سپاره ول، و مقر ته ننوتل. د چارواکو په وينا وسله والو په مقر کي پر هغو عسکرو ډزي پېل کړې چي ډوډۍ يې خوړله او د جمعې لمونځ وروسته له مسجد څخه دباندي وتل. ويل سوي چي وسله والو په بريد کي د اوتوماتيکو وسلو او راکټونو څخه کار اخيستی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه اعلاميه کي ويلي چي د طالبانو د دغه بريد مقصد په شمال کي د هغوی د يو شمېر مشرانو د وژل کېدنې غچ ؤ.

د ناټو په مشرۍ ائتلاف و دغه مقر ته خپل مشوارين لېږلي چي هلته د افغان ځواکونو لارښوونه وکړي. خو د ائتلاف چارواکو ويلي چي بهرني ځواکونه په دغه نښته کي برخه وال نه ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2016):