1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیګار: د افغان حکومت د فساد ضد هڅې ناکامه دي

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

سیګار د سه شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ويلي دي چې افغان حکومت د پراخ اداري فساد په مبارزه کې بې تفاوته دی او افغان ځواکونه هم نه شي کولای چې پر سیمو خپل کنترول پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/32MK8
Signum des U.S. Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction

د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا سیګار دغه تازه رپوټ د افغانستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د ستراتیژي تر اعلانیدو څه نا څه یو کال وروسته خپور شوی دی. په دې رپوټ کې هغه ستونزې په ګوته شوې ده چې له کلونو راهیسې یې دوام کړی دی او د افغانستان د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

د سیګار په رپوت کې د امریکا متحدو ایالاتو د عدلیې وزارت یوه رپوټ ته اشاره شوې ده چې پکښې افغانستان «په دوامداره توګه ناقانونه، د ضعیفه او نه کارکوونکي حکومت خاوند» او داسي هيواد بللی دی چي د سياسي ارادې د نه شتون له کبله د ادارې فساد قضيو دوام موندلی.

د سیګار په رپوټ کې همداراز له فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې ستونزو ته اشاره شوې ده. دغه مرکز په ۲۰۱۶م کال کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د فساد د لویو دوسیو د څیړنو او همداراز د پیسو د لادرکه کیدو د قضیو د څیړنو له پاره رامنځ ته شو.

خو سیګار ویلي دي چې دغه اداره د دې پر ځای چې د فساد لویې دوسیې وڅیړي په وړوکو دوسیو اخته ده. د بیلګې په توګه دغې ادارې د هرات د پاسپورت په اداره کې یوه دوسیه چې دوه چارواکي پکښې ښکیل ول او موضوع د ۷۰ ډالرو وه، څیړلې او تعقیب کړې ده.

له بلې خوا له هغه وخت راهیسې چې له فساد سره د مبارزې عدلې او قضایي مرکز خپل کار پیل کړي، لږ تر لږه د پولیسو درې څیړونکي وژل شوي او د ادارې کارکوونکي د خپل ژوند په اړه ویره لري.

افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې لاس ته راوړنې نه لري

د سیګار په رپوټ کې راغلي دي چې افغان ځواکونه د مې میاشتې تر نیمایي پورې هم نه دي توانیدلي چې تر خپل کنترول لاندې سیمې پراخي کړي او له همدې کبله د هغوی تر کنترول لاندي سيمي همداسي پاته شوي دي، يعني نوري سيمي يې تر خپل کنترول لاندي نه دي راوستلي.

خو طالبانو هم بیا ځینې سیمې له لاسه ورکړي دي، او اوس د پخوا په پرتله ډیرې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس پر لاس کیږي.