1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سکات ميلر د نړيوالو ځواکونو نوی مشر مقرر شو

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

امريکايي جنرال سکات ميلر په افغانستان کې د ناټو او متحده آيالاتو د ځواکونو مشري پر غاړه اخيستې ده. نوموړي په کابل کې وويل چې «دا يوه سخته جګړه» ده.

https://p.dw.com/p/34BAC
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General Scott Miller
انځور: Reuters/M. Ismail

سکات ميلر له جان نيکلسن څخه د نړيوالو ځواکونو مشري پر غاړه اخيستې ده. تلونکي لوی قوماندان جان نيکسلن دوه کاله دغه دنده لرلې ده. په افغانستان کې امنيتي وضعيت په دې وروستيو کې ترينګلی شوی او د طالبانو او د اسلامي دولت د ډلو جنګياليو بريدونو او يرغلونو ته زور ورکړی دی. ميلر پنځه کاله په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو مشري هم کړې ده. په وروستيو دوو کلونو کې دی د «ګډو ځانګړو ځواکونو د عملياتو په کومانډو» کې و چې ځواکونه يې ډېر پټ او پېچلي کومانډويي وظايف پر غاړه لري او اجرا کوي. ميلر د واک د لېږد په مراسمو کې وويل: «د اوسني حالت ساتل هيڅ امکان نه لري، موږ نه شو کولای چې له خپلو کارونو راضي واوسو.»
 

هڅه کيږي چې طالبان خبرو ته قانع کړل شي

سکات ميلر دغه دنده يو کال وروسته له هغې پر غاړه اخلي چې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه. له هغه وخت راهيسې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر هم ډېر شوی دی. له يو څه مودې راهيسې هڅه کيږي چې وسلوال طالبان بېرته د مذاکراتو مېز ته راوستل شي. په جولای مياشت کې تر شوي اوربند وروسته په تېرو څو اوونيو کې د طالبانو او همداراز د داعش په نوم د جهادي مليشې بريدونو اوس زور اخیستی دی. طالبان له واشنګټن سره پر مستقيمو خبرو ټينګار کوي او له افغان حکومت سره، چې دوی يې غير مشروع بولي، خبرې ردوي.

Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General Scott Miller
سکات ميلر په کابل کې د واک د لېږد په مراسمو کېانځور: Reuters/M. Ismail

د امريکا متحده آيالات په اوس وخت کې ۱۴ زره سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای کړي دي چې د ناټو د «غوڅ ملاتړ» د ماموريت تر ټولو لويه برخه تشکيلوي. دغه ماموريت د ۲۰۱۵ کال راهيسې افغان امنيتي ځواکونه روزي او ورڅخه ملاتړ هم کوي. د ترينګل شوي امنيتي وضعيت له کبله د آلمان پارلمان په افغانستان کې د آلماني سرتېرو شمېر هم له ۹۸۰ څخه حد اکثر ۱۳۰۰ تنو ته لوړ کړی دی.