1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپین بولدک کې مرموز قتلونه؛ حکومت، طالبان او خلک څه وايي؟

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

وروسته له هغې چې طالبانو سپین بولدک ونیو داسې راپورونه خپاره شول چې سلګونه کسان طالبانو په مرموز ډول وژلي دي. طالبانو د ولسي وګړو د وژنې او برمته نېونې په اړه د حکومت ادعا رد کړې، خو ځايي خلک په دې اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3xz3Z
Afghanistan Taliban Waffenstillstand
انځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

د حکومتي رپوټ پر بنسټ، طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر سلو ډېر کسان وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور یې تري تم کړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله وفا چې د سپین بولدک اوسېدونکی دی دویچه ویله ته وویل، په دې ولسوالۍ کې له تېرې یوې اونۍ د عامو خلکو د برمته نېولو لړۍ روانه ده. وفا زیاته کړه: «دقیق مالومات دا دي چې ۸۵ کسان طالبانو د پاکستاني ملیشو په دستور نېولي او بیا یې پاکستان ته اړولي، چې د مرګ او ژوند په اړه یې مالومات نشته.»

د ولایتي شورا د دغه غړي پر وینا له شاوخوا ۳۵۰ تري تم شویو کسانو د ۱۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو برخلیک ناڅرګند دی. وفا دا هم وايي، چې طالبان ان هغه کسان هم نیسي چې هغوی په خپله د عفوې پاڼې ورکړي.

د طالبانو غبرګون

خو طالبانو تازه په سپین بولدک کې دغه ادعاوې په کلکه رد کړې. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ویلي: «موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، وروسته له هغه چې سپين بولدک ولسوالۍ د مجاهدینو لخوا ونیول شوه، له ټولو یوځای شوو عسکرو او پولیسو سره ښه چلند شوی او هلته هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.»

احمدي زیاته کړې چې د سپین بولدک په مربوطاتو کې یوازې دوه کسان د شخصي دښمنۍ په پایله کې وژل شوي چې د پېښې په تړاؤ پلټنې روانې دي.

طالب ویاند د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو د کندهار یوه ځايي خبریال احمد لودین دویچه ویله ته وویل چې دغه دوه کسان د کندهار د ولایتي شورا د غړي فدا محمد افغان زامن وو. لودین وویل: «د فدا محمد افغان دوه زامن لومړی له کوره اېستل شوي وو او بیا وژل شوي وو چې جسدونه یې موندل شوي.»

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

 دغه ځايي خبریال هم وايي، چې له دې پېښې پرته په سپین بولدک کې د عامو خلکو له کوره د اېستلو او بیا په مرموز ډول د وژنو په تړاؤ تر اوسه هیڅ داسې کره شواهد په لاس کې نشته.

د چارو کتونکي وايي، په سپین بولدک کې د بشري جنایتونو ادعاوې باید په دقیق ډول وڅېړل شي. سیاسي شنونکي عین الدین بیګ دویچه ویله ته وویل، دغو ادعاوو خلک خورا اندېښمن کړي دي. بیګ وايي: «د بشري حقونو کمېسیون، ملګري ملتونه او نور نړېوال بنسټونه باید په دې اړه څېړنه وکړي، په ځینو نورو هغو سیمو کې هم ورته ادعاوې شته چې طالبانو نېولي مثلا د ښوونځیو او رسنیو تړل یا پر ښځو محدودیتونه وضع کول دا مسایل باید روښانه شي.»

د کندهار د ملي امنیت یوه پخواني کارکونکي جنرال محمد نادر معمار دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې له هغې ورځې چې طالبانو سپین بولدک نېولی د پاکستاني څارګرې ادارې تګ راتګ هلته ډېر شوی. جنرال محمد نادر زیاتوي: «هلته د لښکر طیبه په څېر د  افراطي ډلو کسان راځي چې مستقیماً د پاکستان له استخباراتو سره سروکار لري، دوی خلک هم وژني او د افغانستان زیربناوې ورانوي.»

د نبیل خبرداری

دغه پخوانی افغان چارواکی زیاتوي چې د پاکستان څارګره اداره غواړي په دغه ډول نېولو او وژلو سره په کندهار کې قومي اختلافاتو ته لمن ووهي. جنرال محمد نادر وویل: «هلته تر ډېره اڅکزي او نورزي اوسي او ځیني استخباراتي کړۍ د دغو قومونو ترمنځ د اختلافاتو هڅه کوي چې په دې سره به دا ټوله حوزه یعنې له کندهاره تر هرات او فراه ولایتونو پورې دا سیمي نا ارامه شي.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د سپین بولدک په تړاؤ حکومت ته خبرداری ورکړی چې د هېواد ژغورنې وروستی فرصت دې له لاسه نه ورکوي.

هغه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې هره ورځ لسګونه پاکستانۍ ملیشې او نور بهرني ترهګر د طالبانو په جامه کې افغان خاورې ته را اوړي. نبیل لیکلي: «که وضعیت همداسې مخې ته روان وي او حکومت سپین بولدک ژر تر ژره بیرته و نه نیسي، هره ورځ د طالب په نوم شاوخوا زر پاکستاني ملیشې او نور بهرني ترهګر به په ازاد ډول افغانستان ته راځي او د سهمیو په ‌‌‌‌‌‌ډول به بېلا بېلو ولایتونو ته د مخامخ جګړې او تیري لپاره ځي او چمتوالی نیسي.»

د افغانستان د استخباراتو دغه پخوانۍ مشر زیاتوي چې د افغانستان بربادی لپاره لویه توطیه طرحه شوې چې باید وار له مخه شنډه کړای شي.

اسماعیل شاکر – کابل