1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کي په زرهاوو بېځایه سوي کورنۍ د خوړو، تودو جامو او په کورونو کي د ځان تودولو امکانات نه لري، یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چي تر اوسه هیڅ مرسته نه ده ورسره سوې.

https://p.dw.com/p/4JfOK
کابل: داخلي بېځایه سوي کډوال
کابل: داخلي بېځایه سوي کډوالانځور: DW/H. Sirat

«د مسکینۍ او ناچارۍ له لاسه مي ۲۵کلنه مېرمن د ولادت پرمهال له ماشوم سره یوځای مړه سوه، اوس په خدای که یوه ګوله ډوډۍ لرم او نه هم یو مناسب کور لرم.»
دغه خبره د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ دکورنیو کډوالو په کمپ کي خوش محمد یاده کړه، هغه شکایت کوي، تراوسه نه طالبانو او نه کومي مؤسسې مرسته ورسره کړې ده.  
دغه کورنی بېځایه سوی کډوال زیاتوي: «که چیري حالت همداسي روان وي، اړ یم، چي خپل اولادونه خرڅ کړم، ترڅو د کورنۍ خرڅ او قرضونه اداء کړم.»

افغانستان، په ژمي کي د داخلي بېځایه سویو کډوالو خټین کورونه او خېمې
افغانستان، په ژمي کي د د اخلي بېځایه سویو کډوالو خټین کورونه او خېمېانځور: AP


د ژمي په رارسیدو د کورنیو بېځایه سویو کډوالو ستونزي څو برابره ډیري سوي دي، دوی مناسبو خوړو، سرپنا، د ځان او کور تودولو سامان الاتو ته لاس رسی نه لري.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د معلوماتو له مخي اوسمهال په افغانستان کي ۳میليون بېځایه سوي کسان موجود دي، چي له ډلي يې د ۸۵ زره کسانو په شاوخوا کي د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته بیرته خپلو مېنو ته ستانه سوي دي. 

اړوند: بې ځایه شوي بیرته جنوبي وزیرستان ته ځي
دغه کسان د جګړو او طبعي پيښو د مثال په ډول د وچکالۍ له لاسه اړ سوي چي خپلي مېني پرېږدي او د کډوالو په کمپونو کي تریخ ژوند تېرولو ته اوږه ورکړي.  
خال بي بي، چي دوه کاله ترمخه له کندوزه کابل ښار ته را بېځایه سوې او اوس په سپلني دودولو د ژوند چاري مخ ته بیايي، وايي: «څلور زامن لرم، مېړه مي له یو زوی سره په کندوز کي څو کاله ترمخه ووژل سو، اوس په یوه زړه خېمه کي اوسیږو، د کابل واوره او باران مو سخت ځوروي، د هیچا له خوا زموږ سره مرسته نه ده سوې، اوس د مرګ او ژوند ترمنځ ژوند کوو.»
په کابل کي د کورنیو بېځایه سویو کډوالو د یو کمپ استازی حاجي خیر محمد دویچه ویله ته وویل، سږکال د خیریه بنسټونو او طالبانو مرستي لږ وې.
ده ګواښ وکړ، چي که پر وخت مرستي ورسره ونه سي نو کېدلای سي، چي یوشمیر کډوال د یخنۍ له لاسه مړه سي: «که چیري له کډوالو سره مرستي و نه سي، نو راتلونکی يې تاریک او اندېښمن دی او دوی اړ دي، چي خپل اولادونه وپلوري، سپین ږیري او کوچنیان يې تلف سي.»

افغانستان، دوه بېځایه سوي داخلي کډوال کوچنیان
افغانستان، دوه بېځایه سوي داخلي کډوال کوچنیان انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

اړوند: سوړ ژمی، بې کاري او د بې وزلو افغانانو سخت ژوند
هغه وايي، څو واري يې له طالبانو سره ستونزي شریکي، خو کومه نتیجه يې نه ده ورکړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو ادارې ویاند عبدالمطلب دویچه ویله ته وویل: «موږ په دې هڅه کي یوو، چي یادو کډوالو ته له کورنیو او باندنیو خیریه مؤسسو څخه د خوراکي، درملو او ژمنیو کالیو مرستي راټولي کړو.»
د ژمي په راتګ سره بشري مرستو ته اړتیا ډېره سوې ده په ځانګړي ډول دا اړتیا هغه وخت نوره هم زیاتیږي چي د زیاتي واوري اورېدو له امله د تګ راتګ لويي لاري وتړل سي. 
د خوړو نړيوال سازمان تازه ۷۲ زره ټن خوراکي توکي د افغانستان لیري پرتو سیمو ته رسولي، ترڅو په ژمي کي د لارو د بندېدو له امله ورڅخه ګټه واخستل سي. 
«سیګار» یا د افغانستان د بیا رغووني له پاره پر امریکايي مرستو د څار ادارې په وروستي راپور کي ویلي دي چي په افغانستان کي تر ۲۴ میليونه ډېر کسان له لوږي او غریبۍ سره مخامخ او مرستو ته کلکه اړتیا لري.

افغانستان، په لغمان کي بېځایه سوي داخلي کډوال
افغانستان، په لغمان کي بېځایه سوي داخلي کډوالانځور: Omid Deedar/DW

زموږ له ارشیف څخه 

په خوست کې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د ژوند له ترخو شکایت کوي