1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سهيل شاهين: د زندانيانو په نوملړ کې څوک جعل کاري نه شي کولی

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي دي چې امريکايي پلاوي ته یې د خپلو پنځه زرو بنديانو ليست سپارلې دی چې هیڅوک پکې لاسوهنه نه شي کولی. طالبانو ويلي دي چې د زندانيانو د انتقال له پاره یې بگرام ته موټر ليږلي دي.

https://p.dw.com/p/3Z9vV
Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په تويتر کې ليکلي دي چې يو شرط یې دا دی چې د دوی يو پلاوی به لومړی د آزاديدونکو بنديانو تصديق کوي او بيا وروسته به د ژمنې سره سم دغه کسان په يوه دښت کې او يا په زندانونو کې دوی ته سپارل کیږي.

سهيل شاهين د تويتر په خپل پېغام کې زياته کړې ده: «موږ امريکايي پلاوي ته د خپلو پنځه زرو زندانيانو مفصل نوملړ ورکړی دی چې هیڅوک پکې جعل کاري نه شي کولی.»

د رويترز خبري آژانس په حواله طالبانو د افغان حکومت له خوا د احتمالي آزاديدونکو بنديانو د انتقال له پاره موټر چمتو کړي دي او ويلي یې دي چې دوی به هم د امنيتي ځواک د ۱۰۰۰ تنو بنديانو په سپارولو سره پر خپله ژمنه وردیږي.

په پام کې ده چې نن سه شنبه ولسمشر غني د طالب زندانيانو د آزادولو په موخه د هغه ژمنې سره سم چې پرون یې د لوړې پر وخت کړې وه، يو فرمان صادر کړي.

ولسمشر غني همدا راز ويلي دي چې د طالبانو له آزاديدو سره تاوتريخوالی هم بايد کم شي او دا ضمانت هم ورکړل شي چې د دوی د آزاديدو په بدل کې به امنيت ته گواښ نه پيښيږي.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي هم د تويتر له لارې ويلي دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ به د بنديانو د آزادولو پروسې د جزياتو په اړه فرمان جاري کړي او دا چې د دوی آزادول به د امنيت او سولې د پرمختگ په شرط وي.

په دوحه کې د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چې د بگرام زندان ته څیرمه سيمې ته موټر ليږدول شوي دي. هغه زياته کړې: «له زلمي خليلزاد سره د دوشنبې په ورځ تر څو ساعتو خبرو اترو وروسته، چې په ترڅ کې یې هغه موږ ته د ۵۰۰۰ عسکرو د آزادولو ډاډ راکړ، موږ د دغه زندانيانو د انتقال له پاره موټر واستول.»

خو رويترز خبري آژانس په حواله يوې حکومتي سرچينې ويلي دي چې داسې نه ښکاري چې زندانيان دې په يو څو ورځو کې آزاد شي او کيدای شي دا کار څو اوونۍ دوام وکړي.

تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې آیا د بگرام پر زندان سربيره به له نورو زندانانو هم طالب بنديان آزاد شي او که نه.

bs/nz (Reuters)