1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سهارنی سپورټ په سرطان د اخته کیدو خطر کموي

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د اطریش نوي تحقیقاتو ښوولې ده، هغه کسان چي د سهار له ۸ څخه تر ۱۰ بجو پوري سپورټ کوي، نسبت هغو کسانو ته چي د ورځي په اخره کي سپورټ کوي، د پروستات او سینې په سرطان د اخته کیدو احتمالي خطر یې لږ دی.

https://p.dw.com/p/3kSLl
Jogger vor Skyline von Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د میډیکل نیوز توډې د رپوټ په حواله د اطریش د دغو تحقیقاتو نتایج چي د سرطان په بین المللي مجله کي نشر سوي دي، په سرطان د اخته کیدو او مړه کیدو لوړو ارقامو ته په کتو سره د فوق العاده اهمیت درلودونکي دي.

د مثال په ډول د امریکا متحده ایالاتو ساینسپوهان اټکل کوي چي د ۲۰۲۰م کال تر پایه پوري به په دغه هیواد کي تر یوه ميلیون او۸۰۰ زره اضافه کسان په سرطان اخته او تر ۶۰۰ زره اضافه به ترې مړه سي.

اوس اطریشي ساینسپوهانو معلومه کړې ده چي سپورټ د یوه شخص په ورځني عادت پوري ارتباط لري. داسي چي د سهار له خوا سپورت د ملاتونین هورمون د تولید د ډیریدو سره کومک کوي او د ښه خوب او استراحت سبب یې کیږي. باید وویل سي چي د شپې له خوا سپورټ د ملاتونین هورمون تولید کموي او یا یې ځنډوي.

د اطریشي محقیقینو په نظر د استروژن هورمون لوړه اندازه هم د سینې په سرطان د اخته کیدو د خطر سره ارتباط لري او سپورټ کولای سي د هغه اندازه راکښته کړي. د استروژن تولید د سهار د ۷ بجو پر مهال ډیر وي.

خو البته ساینسپوهان ټینګار کوي چي هغه کسان چي په اوونی کي حداقل ۱۵۰ دقیقې سپورټ کوي، نسبت هغو کسانو ته چي هیڅ سپورټ نه کوي او غیر محرک وي، اوږد عمر لري او په سرطان د اخته کیدو خطر یې هم لږ وي.