سعودي عربستان افغانستان ته بشري مرستې لېږلي
۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبهد سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز (KSRelief) له لوري تر ۶۵ ټنه ډېر مرستندويه توکي چې ۱۶۴۷ د خوراکي توکو بستې هم پکې شاملي دي، افغانستان ته ليږدول شوي دي.
د سعودي پريس په نوم د دغه شاهي حکومت رسمي خبري آژانس په حواله د دغه مرکز مشر عبدالله الربيع ويلي دي چې د سعودي عربستان د مرستو د دې پله له لارې به په شپږو الوتکو کې په مجموعي توګه ۱۹۷ ټنه توکي افغانستان ته واستول شي.
نوموړي وويل چې د پاکستان د ځمکي له لارې به هم کابو ۲۰۰ لارۍ مرسته افغانستان ته ورسيږي.
د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خليج عربي هيوادونه پر دې سره سلا شول چې «د افغانانو د اقتصادي وضعيت ښه کولو او له هغوی سره د بشري مرستو په موخه به د نړيوالو هڅو په متحرک کولو کې خپله ونډه ولري.»
د ملګرو ملتونو په حواله دمګړۍ د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي د خوراکي توکو له شديد کمښت سره مخامخ دي او د ژمي په را رسېدو سره په ميليونو افغانان له قحطۍ او مهاجرت ترمنځ د يوه انتخابولو ته اړ شوي دي.
طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ م کال ترمنځ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې شريعي قوانين نافذ کړي ول او په عام محضر کې یې سختې سزاګانې عملي کولې.
سعودي عربستان هغه وخت د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ دريم هيواد وو چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پيژندلی وو.
خو دا ځل طالبان د يوې معتدلې څېرې د ښوولو هڅه کوي څو نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي او پرې لګيدلي بندیزونه لغوه شي.
امريکا متحده ايالات هم طالبانو ته د مشروعيت نه ورکولو سره سره افغانستان ته د بشري مرستو په رسيدو کې د آسانتياوو رامنځته کولو په موخه پر بندیزونو سربیره هم پر ځينو استثناو قايل شوي دي.
ب.ص / ن. ز (AFP)