سعودي شهزاده اعدام شو
۱۳۹۵ مهر ۲۸, چهارشنبهد «ايس پي ای» دولتي خبري آژانس د کورنيو چارو وزرات له قوله خبر ورکړی دی چې شهزاده ترکي بن سعود بن سعود الکبير په پلازمينه رياض کې اعدام شو. نوموړی د قتل په جرم اعدام شوی دی.
د سعودي د شاهي کورنۍ پر دې غړي تور لګول شوې وو چې په ۲۰۱۲م کال يې په رياض کې د یوې شخړې په ترڅ کې خپل یو وطنوال په ډزو وژلی وو. په رسمي اعلاميه کې د اعدام په هلکه ويل شوي: «په دې ترتيب پر دې تاکيد کيږي چې د سعودي شاهي حکومت د امنيت، عدالت تضمين کونکی دی او د الهي حکم پر هغو ټولو تطبيقوي چې پر بيګناه انسانانو حمله کوي.»
د ټولنیزي شبکې ټویټر له لارې د سعودي شهزاده د اعدام پر خبر بيلا بيل ډول غبرګونونه ښکاره شوي دي. د ټویټر يوه کارونکي مبارک الظفر، دا اعدام ستايلی: «د الهي قانون د عملي کولو له پاره فرق نه لري چې څوک شهزاده او څوک يو عادي وګړی دی. په دې ملک کې موږ ټول برابر يو.»
د سعودي کورنۍ يوه بل شهزاده هم د مرګ د دې سزا هرکلی کړی. خالد السعود د تويتر له لارې ويلي: «دا د خدا ی حکم دی.» د خلود په نامه يوې ښځې لیکلي دي چې د شهزاده پر اعدام او د مخکنۍ وژنې له امله غمجنه ده.
د بخښنې نړيوال سازمان خبرداری ورکوي
د روان کال له پيل راهیسې په سعودي عربستان کې ۱۳۰ تنه اعدام شوي دي. د بخښنې نړيوال سازمان Amnesty International په تيرو مياشتو کې په کراتو ويلي ول چې په دې هيواد کې د اعدام سزا په زياتيدونکي توګه عملي کيږي. د بخښنې د نړيوال سازمان سيمه ايز مشر جيمز لينچ نيوکه کړې وه چې «په سعودي عربستان کې په تيرو دوو کلونو کې د مرګ سزا ډيره زياته شوې او د راکميدو هیڅ نښې يې نه ليدل کيږي.» ده زياته کړه چې سربيره پر دې د يوې شفافې او عادلانه محاکمې پرته د مرګ د سزا ورکول هم ورځنې معمول ګرځيدلی دی.
د بخښنې د نړيوال سازمان په حواله سعودي عربستان د ايران او پاکستان وروسته دريم هيواد دی چې زيات اعدامونه پکښې ترسره کيږي. چين بيا په دې احصايه کې په نظر کې نه دی نيول شوی.
په سعودي عربستان کې په عامه توګه د مرګ سزا په توره د سر پرې کولو له لارې عملي کيږي. په دغه هيواد کې د قتل او ترهګرۍ سربيره د جنسي تیري، غلا او د مخدره موادو د قاچاق په تړاو هم د مرګ د سزا حکم دی.