1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سعودي کې اعدامونه زیات شوي»

۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان(ایمنسټي انټرنیشنل) ویلي دي چې په سعودي عربستان کې د اعدام سزا مخ پر ډیریدو ده. ویل شوي دي چې د اعدامیدونکو کسان پنځوس سلنه بهرنيان دي چي نه د دغه هیواد په ژبه او نه هم قضایي سیستم پوهیږي.

https://p.dw.com/p/1GL20
انځور: picture-alliance/dpa/P. Grimm

د بخښني نړیوال سازمان له خوا د سه شنبې په ورځ په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې سعودي عربستان تیر کال ۱۷۵ تنه اعدام کړي دي.

په دغه رپوټ کې چې «د عدالت په نوم وژل: په سعودي عربستان کې د مرگ سزا» نومیږي، راغلي دي چې د ۱۹۸۵م کال له جنورۍ میاشتي راهيسي د ۲۰۱۵م کال تر جون میاشتي پوري سعودي عربستان ۲۲۰۸کسان اعدام کړي دي.

سعودي عربستان د اسلامي قانون سخت تفسیر تعقیبوي چې په ډیرو جرمونو لکه قتل، جنسي تیري او د مخدرو موادو پر قاچاق کوونکو باندې د اعدام سزا تطبیقیږي. همداشان د سعودي عربستان محکمې زنا کوونکي، له خپلې عقیدي اوښتونکي یا مرتد او یا هم کوډي کوونکي کس ته د مرگ سزا ورکوي.

لندن میشته د بخښني نړیوال سازمان د سعودي عربستان د قضایي سیستم په هکله خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې هغه له نړیوالو ستندردونو سره برابر نه دی.

رپوټ زیاتوي چې په دغه سخته محافظه پاله پاچاهۍ کې په دوامداره توگه د اعدامیدونکو کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی. د رپوټ له مخې له ۲۰۱۴ څخه د ۲۰۱۵م کال تر جون میاشتي بیا ۱۰۲ تنه اعدام شوي دي.

زیاته شوې ده چې د زیاترو کسانو سرونه له تنې څخه غوڅ شوي دي. رپوټ زیاتوي چې مخ پر زیاتیدونکي توگه خلک د هغو جرمونو له کبله د اعدام په سزا محکومیږي چې نړیوال معیارونه، نه پوره کوي.

د رپوټ له مخې د مخدرو موادو د قاچاق په تور ډېر کسان اعداميږي. په ۲۰۱۰م کال کې په اعدامونو کې د دغسې جرم ونډه یوازي څلور سلنه وه، خو د ۲۰۱۴م او د ۲۰۱۵م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا دغه ونډه آن ۴۷ سلنه ته رسېدلې ده.

د بخښني د نړیوال سازمان څارونکي چې په سعودي عربستان کې پلټني کوي وایي چې له ۱۹۸۵م کال راهیسي په سعودي عربستان کې د اعدام شوو کسانو کابو نیمایي برخه بهرني وگړي دي.

رپوټ زیاتوي چې تورن کسان زیاتره وخت په عربي ژبه خبري نه شي کولای، خو تحقیق په همدې ژبه ځني کیږي.

محاکمې زیاتره وخت په پټه کیږي او تورن کس هیڅ مدافع وکیل نه لري. د رپوټ له مخې په عمومي توگه اعتراف د شکنجې او یا ناوړه چلن له مخې اخیستل کیږي خو هغه بیا په محکمه کې د سند په توگه منل کیږي.