1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینې: په راروانو مذاکراتو کې به د بهرنیو په وتلو تمرکز وشي

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

سرچینو د دوشنبې په ورځ (۲۱۰۹م کال د جولای ۲۴مه) ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ راتلونکي خبري اتري به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهال ویش پر تعینوولو باندې متمرکزي وي.

https://p.dw.com/p/3Kzjj
Katar Friedensgespräche für Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د طالبانو او امریکا د استازو تر منځ د خبرو اترو اووم پړاو به د راتلونکي شنبې په ورځ په قطر کې پیل شي. دواړه اړخونه له اکتوبر میاشتې راهیسې یو له بل سره په مذاکراتو بوخت دي چې په افغانستان کې له ۱۸ کلنو راهيسي رواني جګړې ته د حل يوه لاره وموندي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، ویلي دي: «کله چې [له افغانستان څخه] د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شي، نو خبرې اترې به په اتومات ډول بل پړاو ته داخل شي.»

هغه زیاته کړې «حتمي نه ده چې موږ د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړیدو ته په تمه شو. د ځواکونو وتل او خبري یو وخت پر مخ سره تلای شي.»

تر اوسه پورې خبرې اترې پر دې متمرکزې دي چې طالبان غواړي بهرني ځواکونه له افغنستان څخه ووځي او امریکایي چارواکي بیا له دې ډلې داسې تضمین غواړي چې له مخې یې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګرو په اډې بدله نه شي.

په مذاکراتو کې دوه نور مهم ټکي د یوه اوربند اعلان او په عین حال کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو پیلیدل دي. خو طالبان له ډیر وخت راهیسې له دې انکار کوي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، ځکه هغه د بهرنيانو لاسپوڅی بولي.

د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو ته نزدې دوو نورو سرچینو هم ویلي دي چې په يوه شپږمه غیر رسمي غونډه کې پر دې خبرې شوې دي چې پر کومو موضوعګانو باندې توافق رامنځ ته کیدای شي. د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد، هم په دوحه کې له طالبانو سره غیر رسمي لیدنې کړې دي. خلیلزاد پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي: «افغانستان او قطر ته زما وروستیو سفرونو ته په کتو سره، زه باور لرم چې ټول اړخونه چټک پرمختګ غواړي.»

همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره بهرني ځواکونه میشت دي چې ډیری یې امریکایان دي. دغه ځواکونه د افغانانو په روزنه، ورسره په همکارۍ او ورته په مشوره ورکولو بوخت دي. پر دې سربیره یو شمیر امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیات هم کوي.

د طالبانو یوې سرچینې ویلي دي چې دواړه اړخونه تمه لري چې د خبرو په راتلونکي پړاو کې به یو څه وضاحت او پایلې ترلاسه کړي. دې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي: «په اووم دور کې به پر اوربند او بین الافغاني خبرو بحث و نه شي.»

(ms/nz (reuters)