«کیدای شي امریکا او طالبان په فبروري کې تړون لاسلیک کړي»
۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د فبروري۱۲مه نیټه) یوه غربي ډيپلومات او د افغانستان د حکومت دوو سرچینو وویل چې که چیري طالبان په افغانستان کې په ډیره اندازه تاوتریخوالی کم کړي، ښايي په همدې فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ یو توافق لاسلیک شي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافق په پایله کې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي او طالبان اړ دي چې له افغان حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق د لاسلیک د نیټې په هکله دغه معلومات داسې مهال رابرسیره کیږي چې ولسمشر غني هم د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د احتمالي پرمختګ خبر ورکړی دی.
د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی، خو په دې هکله یې لا ډیر جزئیات وړاندې نه کړل.
خو بل لوري ته یوه دریم افغان چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې متحده ایالات په پرنیسپ کې له طالبانو سره توافق ته رسیدلي دي، خو زیاتوي چې دغه تړون به تر هغه پورې لاسلیک نه شي ترڅو چې طالبانو د تاوتریخوالي په کچه کې بې ساری کمښت نه وي راوستی.
دغه چارواکي وویل چې ډیر امکان لري د دواړو لورو ترمنځ دغه توافق د روانې فبرورۍ میاشتې تر پایه پورې لاسلیک شي.
په عین وخت کې په کابل کې میشت یوه غربي ډيپلومات بیا ویلي دي چې مرکچیان اوس پر دې بحث کوي، څو طالبان د ۱۰ ورځو له پاره د تاوتریخوالي په کچه کې بې ساری کمښت راولي چې داسې کومه ستره سرغړونه ونه شي.
نوموړي غربي ډيپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، وویل: «موضوع د تاوتریخوالي د لسو ورځو تر کمښت وروسته ده، داسې چې دواړه لوري بیا خبرې وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو له پاره پلانونه جوړ کړي.»
په افغانستان کې اوس ۱۳ زره امریکايي او زرګونه نور بهرني سرتیري د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دندې ترسره کوي. نوموړي غربي ډيپلومات همدا راز زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات غواړي چې دغه شمیر ۹۰۰۰ سرتیرو ته را ټیټ کړي. دا هم په داسې حال کې ده چې په کابل کې میشت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي وویل چې که چیري د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي، کابل چمتو دی چې له طالبانو سره جګړې ته ادامه ورکړي.