1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه: له عمران خان سره د طالبانو ملاقات لغو شوی

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

ټاکل شوې نن د سعودي ولیعهد پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد له لومړي وزیر او پوځي چارواکو سره وویني، یوې سرچینې ویلي چې له عمران خان سره د طالبانو ملاقات لغو شوی او د طالبانو او بن سلمان ملاقات هم ښايي لغوه شي.

https://p.dw.com/p/3DXQI
Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ نیټه د پاکستان په بلنه د دې هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات کوي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي وو چې د دې کتنې اصلي هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو هر اړخیز بحث دی.

خو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۷ نیټه) په داسې حال کې چې پاکستان د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتګ له پاره چمتوالی بشپړ کړی دی، د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمنځ ملاقات لغو شوی دی.

د پاکستان د حکومتي او پوځي سرچینو په حواله ټاکل شوې وه چې د پاکستان د سفر پرمهال به ولیعهد محمد بن سلمان په اسلام آباد کې د طالبانو له استازو سره هم وویني او د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای او د سولې د لړۍ په هکله به خبرې وکړي. خو د عمران خان سره د طالبانو د ملاقات د لغوه کېدو وروسته اوس د سعودي  وليعهد بن سلمان او طالبانو تر منځ د پلان شوي ملاقات برخليک هم ناڅرګند دی.

د طالبانو یو جګپوړی چارواکی چې د خبرو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی وو، وویل چې یادې ډلې ته ویل شوي چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره پلان شوی ملاقات ښايي لغو او یا یې د ترسره کیدو تاریخ او وخت له سره وټاکل شي.