«طالبان له امريکا سره د سولې نويو خبرو ته چمتووالی نيسي»
۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سهشنبهرويترز خبري آژانس د هغو چارواکو له قوله چې د نوم نه ښوولو په شرط غږیدلي ويلي چې طالب مشران اوس له امريکا متحدو ايالاتو سره د خبرو اترو په موخه، د يوه درې يا څلور کسيز پلاوي پر جوړولو او د مذاکراتو پر اجندا بحث کوي. هغوی ويلي چې طالبان ښايي د زندانيانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي او که چېرې امريکا د خبرو په ترڅ کې د زندانيانو د آزادولو په هکله جديت ښکاره کړي نو د مذاکراتو بل پړاو هم ترسره کيدای شي.
له دغو چارواکو څخه يوه یې وويل: «دا مذاکرات به د راتلونکي خبرې اترې تعيين کړي او موږ به ووینو شو چې امريکا څومره جدي او مخلصه ده.»
هغه زياته کړه: «موږ به د افغانستان په بيلا بيلو زندانونو کې د طالب زندانيانو يو ليست وړاندې کړو. که دوی زموږ بنديان آزاد کړل بيا به ورسره پر نورو سترو موضوعګانو د خبرو په موخه وگورو.»
که چېرې تائيد شي نو دا غونډه به په جولای میاشت کې په دوحه کې د طالب چارواکو او د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د جنوبي او مرکزي آسيا د برخې د مرستيالې اليس ويلس، د لیدنې دوام وي. چارواکو زياته کړې چې د پلان شويو خبرو اترو له پاره به د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د دې ډلې د سياسي دفتر مشر شير محمد عباس ستانکزی، وکړي. خو ويل شوي چې د طالبانو مشران د ستانکزي د تبدیلي پلان لري او د قطر دفتر له پاره يو نوی دايمي مشر ټاکي. ستانکزی په موقت ډول د دې دفتر مشري کوي.
انتظار کیږي چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جگړې د ختمولو له پاره د سولې دا خبرې اترې په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د لوې اختر په ورځو کې د اوربند وړاندیز نه وو منلی.
په دې وروستيو کلونو کې امريکا متحدو ايالاتو په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې هوايي بريدونه زيات کړي او همدا راز یې د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته هم پاملرنه زياته کړې ده. خو امريکايي چارواکي وايي چې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د جگړې د ختمولو هدف لري.
د طالبانو له خوا تيره مياشت د غزني پر ښار بريد چې په سونه عسکر، پوليس او ملکيان پکښې ووژل شول؛ وښووله چې دوی په کابل کې پر حکومت د فشار د زياتولو هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په جون مياشت کې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د اوربند په تعقيب د خبرو اترو له پاره د فشار تر زياتيدو وروسته امريکا متحدو ايالاتو هم له طالبانو سره مستقيمو خبرو اترو ته غاړه کيښوده او په دې وروستيو کې یې په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد، د سولې د هڅو د ځانگړي استازي په توگه ونوموه.
زموږ د آرشيف څخه: