1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سره صلیب په افغانستان کې خپل فعالیت بیرته پیل کړی

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

د سره صلیب نړیوالې کمیټې وروسته له یونیم کلن اجباري کاري توقيف څخه خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پيل کړي دي. طالبانو چې د ۲۰۱۸م کال په اپريل کې د دې کمیټې فعالیتونه بند کړي وو، اوس یي دغه ممنوعیت لغوه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Pd3H
Afghanistan Rotes Kreuz
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

طالبانو د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي دي چې ټول جنګیالي یي د سره صلیب د کارمندانو د امنیت مسئولیت په غاړه اخلي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) ویاندې رویا موسوي ویلي دي چې د طالبانو د دغې اعلامیي تر خپریدو وروسته د دغې کمیټي کار کونکو د افغانستان په ټولو سیمو کې په بشپړ ډول خپل فعالیتونه پيل کړي دي. میرمن موسوي د دغو فعالیتونو له جملې څخه د اجسادو د ارزیابۍ او له بندیانو څخه د لیدنې یادونه کړې ده.

د سره صلیب نړیواله کمیټه چې په ۱۸۶۳ م کال کې په ژنیف کې تاسيس شوی دی، د نړۍ په تر ۸۰ ډیرو هیوادونو کې کارمندان لري. دا کمیټه په وسله والو جګړو کې ښکیلو سیمو کې په بی طرفانه ډول خپل فعالیتونه ترسره کوي. په مجموع کې د دې کمیټې فعالیتونه د ۱۹۴۹م کال د ژنیف په کنوانسیون کې مشخص شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سپټمبر میاشتې په ۷ نیټه له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه مذاکرات په غیر منتظره ډول لغوه کړل. ترمپ وویل چې خبرې اترې یي په کابل کې د خونړي برید له امله بندې کړي دي.

امریکا متحده ایالات او د طالب استازو د ۲۰۱۸ م کال د جولای میاشتې راهیسې د افغانستان روان ۱۸ کلنې جګړې ته د یوې سیاسي حل لارې پيدا کولو په موخه خبرې اترې پيل کړې وې. اوس په افغانستان کې د وسله وال تاوتریخوالي د یوې شدیدې څپې د پيلیدو ویره زیاته شوې ده.

nka, am (dpa, afp)