سرحدي شخړه: افغان امنیتي ځواکونه په تیارسئ حالت کې دي
۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعهد افغانستان د دفاع وزارت تیره شپه ناوخته د یوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې لوی درستیز محمد یاسین ضیا د دغه هیواد اردو ته د تیارسئ امر کړی دی.
د آلمان خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله لیکلي دي چې په سپین بولدک کې د پاکستان له لوري د توغول شوي توغندي د برید په پایله کې نهه ملکیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې راغلي دي: «هوایي او ځانګړو ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی او که چیرې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره د توغندیو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د افغان پوځ له لوري به د باالمثل ځواب سره مخامخ شي.»
د یاد خبرِ آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سرحدي ځواکونو ویاند بیا پر پوله د پرتشده احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ او ډب خبره کوي. زیاته شوې ده چې احتجاجونه د سرحدي لارې د تړل کیدو له کبله رامنځ ته شوي خو مستقیم فیرونه نه دي شوي. د فعالانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو ګانو کې د پولې په اوږدو کې په هوا کې تورې لوخړي لیدل کیږي.
خو فعالان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کوي چې پر احتجاج کوونکو یې فیرونه کړي او د افغانستان لور ته یې توغندي توغولي چې هلته هم خلکو احتجاج کاوه.