1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم او سپین بولدک لارو پرانېستلو ته د افغانانو غبرګونونه

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونو چارواکي وايي، پاکستان د تورخم او سپین بولدک له لارو د افغاني سوداګریزو توکو صادراتو ته هم اجازه ورکړه. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګری وروستی ستونزې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3e7Le
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارې سر له سبا دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۲۲مه) د صادراتو او وارداتو پرمخ پرانېستل کیږي.

د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل:

«په دې وروستیو کې د افغان دولت، سوداګرۍ خونو، د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې د هڅو په اساس داسې پلان دی چې سبا ته به د تورخم، بولدک او غلام خان لارې د افغانستان صادراتو ته خلاصې شي. دا د افغانانو لپاره ښه خبر دی.»

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د تورخم او سپین بولدک له لارو به د صادراتو او وارداتو سربیره ترانزیټي توکې هم راوړل کیږي، خو د غلام خان پر لاره ترانزیټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سوداګریزو خونو مرستیال وویل، اوس چې د افغانستان تازه میوې او سبزۍ رسیدلي، خو د دغو لارو تړل کېدو افغان سوداګر او بزګران له سختو ستونزو سره مخ کړي ول.

الکوزی هیله من دی چې له پاکستان سره سوداګریزې اسانتیاوې د افغان سوداګرو او بڼوالو ستونزې هوارولی شي.

پاکستان سره ناقانونه سوداګري

اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان تل په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانستان اقتصاد ځپونکې تګلاره خپله کړې.

د بیلګې په توګه تیرې درې میاشتې یې د کرونا بحران په پلمه د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیز لګولی ؤ، په داسې حال کې چې له هغه هېواده سوداګریز توکې راواردېدل.

اقتصاد پوه شعیب رحیم دویچه ویله ته وویل، د پاکستان سوداګریزو تګلارو د دواړو هېوادونو ترمنځ غیرقانوني سوداګرۍ او یا هم قاچاقي سوداګرۍ ته لاره پرانېستې.

«همدا اوس په کندز، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې سوداګر غنم اخلي او داسې ویل کیږي چې دا غنم پاکستان ته قاچاق کیږي. له همدې امله مظاهرې هم شوي، خو حکومت تراوسه پرې غوږ نه دی ګرولی.»

Pakistan LKW-Fahrer
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

د اقتصادي چارو د دغه شنونکي پر وینا پاکستان اوسمهال د توکو له اړخه له دریو بحرانونو سره مخامخ دی.

لومړی دا چې د پاکستان په بازارونو کې د بورې بیې لوړې شوي، دغه راز اوړه هم په کمېدو دي او دریم بحران د تیلو (پترول او ډیزلو) کمښت دی.

«دغو بحرانونو ته په کتو دا به د حیرانی خبره نه وي چې مونږ دې له قزاقستان څخه اوړه راوارد کړو او هغه دې بیا پاکستان ته بیرته صادر شي، یا قاچاقي او یا هم غیرقاچاقي.»

شعیب رحیم زیاتوي چې افغانستان هم کولای شي پاکستان سره باالمثل اقتصادي او سوداګریز سیاست وکړي، خو د حکومت اقتصادي او سوداګریز سکتور دا وړتیا نه لري.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي بیا پاکستان سره د دغه راز قاچاقي سوداګري رد کړه. ده وویل:

«له مرکزي اسیا نه چې مونږ کوم مواد راوړو هغه سیخ ګول، ساختماني مواد، ګاز، تیل، غوړي، اوړه او غنم دي. دا توکي په هیڅ صورت پاکستان ته نه ځي بلکې کله نا کله مونږ یې له پاکستانه هم راوړو.»

خان جان الکوزی بیا پاکستان سره عنعنوي یا دودیزه سوداګري مني چې د ده پر وینا ان د پخواني ولسمشر داوود خان له وخته دوام لري.

د ځینو سوداګریزو توکو پېر او پلور د پښتونخوا په قبایلي سیمو یا په دې ۹ ایجنسیو کې کیږي چې هغه پاکستاني سوداګریز کوي.

الکوزی زیاتوي چې دا د پاکستان د حکومت مسؤلیت دی چې د دغه راز، ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي.

د مالوماتو له مخې، اوس پاکستان او افغانستان د یونیم میلیاردو ډالرو په ارزښت خپل منځي سوداګري لري، خو څو کاله وړاندې دا سوداګري نیږدې درې میلیارده ډالره وه.

اسماعیل شاکر – کابل