ستانکزی: له امریکا سره اوس هم تړون لاسلیکولو ته چمتو یو
۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سهشنبهستانکزي بي بي سي پښتو ته ویلي دي چې طالبان به د تړون تر لاسلیکیدو وروسته له امریکا متحده ایالاتو سره په افغانستان کې اوربند اعلان کړي.
طالبان او امریکا متحده ایالات د یوه تړون د لاسلیکولو په درشل کې وو چې له مخې یې په افغانستان کې له ۱۸کلونو راهيسي روانه جگړه ختمه شي، خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ناڅاپي توګه د تویتر له لارې په دې پلمه چې د طالبانو یوه برید، یو امریکایي سرتیری وژلی دی، دغه تړون لغوه کړ.
له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، بیا ویلي دي چې د دې ډلې یوه څلور کسیز پلاوي ایران ته هم سفر کړی دی او هلته یې د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون، له یو شمیر چارواکو سره لیدلي دي. د هغه په خبره په دې لیدنه کې د سولې د بهیر او په افغانستان کې د ایران د پرمختیايي پروژو د ساتنې په اړه بحثونه شوي دي.
تیره اوونۍ د طالبانو یو درې کسیز پلاوی چې مشري یې عباس ستانکزي کوله، مسکو ته هم سفر وکړ او هلته یې هم له روسي چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.
شاهین پر خپل تویتر لیکلي دي چې مسکو د سولې په بهیر کې د طالبانو د موقف ملاتړ کړی دی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شو.
(ms/nz (dpa