1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي د م.م له امنیت شورا څخه د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د اوکراین پر زیربنايي سیستم باندي د روسیې بریدونه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کي د بحث موضوع وه. زیلنسکي غواړي چي روسیه د یوه ترهګر دولت په توګه وپیژندل سي.

https://p.dw.com/p/4K01f
Symbolbild Sitzung des UN-Sicherheitsrates
انځور: Eduardo Munoz/REUTERS

د اوکراین پر زیربنايي سیستم باندي د روسیې تر بمي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چي روسیه یو وار بیا وغندي.

هغه د چهارشنبې په ورځ د ویدیو له لاري په نیویارک کي له دغې شورا څخه وغوښتل چي روسیه باید په ښکاره ډول د یوه ترهګر دولت په توګه وپیژندل سي.

«کيدای سي په ژمي کي ډېر اوکراینیان د يخ قرباني سي»

د امنیت شورا دغه غونډه د زیلنسکي په غوښتنه په لنډ وخت کي رامنځته سوه. زیلنسکي وویل، دغه بریدونه چي په پراخه پیمانه د برېښنا د قطع کیدو سبب سول «د بشریت پرضد جنایت» بلل کیږي. هغه د دافع هوا په برخه کي د لا نورو مرستو او د ملګرو ملتونو د کاري ټیم له خوا یې د هغه له امله رامنځته سوو زیانونو د پلټنو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو او امریکا متحده ایالاتو له خوا انتقادونه

مخکی له دې د سیاسي چارو له پاره د ملګرو ملتو مسئولي روزه ماري دي کارلو، پر زیربنايي چارو باندي د روسیې دغه بریدونه په کلکه وغندل. د هغې په خبره دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخي منع دي او د سرغړوني په صورت کي یې عاملین باید محکمې ته حاضر سي.

UN I Rosemary DiCarlo
د سیاسي چارو له پاره د ملګرو ملتو مسئوله روزه ماري دي کارلوانځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

د چهارشنبې په ورځ د روسیې تر بریدونو وروسته، په کیف کي د اوبو او برېښنا بهیر قطع سو. همدارنګه د دغه هیواد په نورو برخو کي هم د اوکرایني چارواکو په حواله  تیاره وه. علاوه پر دې ګاونډی جمهوریت ملداوي هم اغیزمن سوی وو.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم ښکاره الفاظ کاروي: په سپینه ماڼۍ کي د ملي امنیت شورا خبر ورکړی چي دغو بریدونو په هیڅ صورت پوځي هدفونه تعقیب نه کړل او په شعوري توګه د ژمي تر پیل کیدو مخکي ترسره سول. دا کار به په اوکراین کي د خلکو رنځ او درد لاپسي زیات کړي. « دا کار ښيي چي روسیه دې ته آماده ده چي د اټومي پیښي خطر هم لوړ کړي چي نه یوازي اوکراین بلکي د ټولو سیمي په تاوان به تمام سي.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اوکراین د اوبو او برېښنا پر سیستم د روسیې برید یو جنګي جنایت وباله او وې ویل چي دا کار به عواقب له ځانه سره ولري.

 Russland Frankreich Putin und Macron
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر ماکرونانځور: MICHEL EULER/POOL/AFP/Getty Images

د هغه په خبره د ملکي تاسیساتو په وړاندي هر ډول برید د یوه جنګي جنایت په معنی وي او باید پرته له سزا پاته نه سي. ماکرون په عین حال کي اعلان وکړ: «د ژمي په پام کي نیولو سره به د دسمبر پر ۱۳ مه په پاریس کي د نړیوالو ملاتړ کوونکو یو کنفرانس جوړ سي. موږ غواړو له نوموړي هیواد سره مرسته وکړو تر څو مقاومت وکړي او هغوی ته به د انرژۍ رسول تأمین کړو.»

د روسیې پر محکومولو سربیره، ماکرون اعلان وکړ چي په راتلونکو ورځو کي به یو وار بیا د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره په مستقیم ډول اړیکي ونیسي.

لندن: روسیې خپل هوايي ځواکونه دونباس ته انتقال کړل

د بریتانيا د اټکلونو له مخي روسیې د خپلو هوايي واحدونو ډیره برخه د اوکراین ختیځ ته انتقال کړي دي. په لندن کي د دفاع وزارت، د دغه هیواد د استخباراتي معلوماتو له مخي ویلي دي چي د ځواک د کارولو ساحې په شاوخوا سیمو کي د سواتووي او کریمینا سیمي او یا هم د دونيڅک په سیمه کي د باخمود ښار دی.

د اوکراين جګړه: آلمان پولند ته «پاتريوت» دافع هوا سیسټم ليږي

د روسیې هوايي واحدونو ته د ځانګړو واحدونو په سترګه کتل کیږي او د وسله والو ځواکونو د جلا څانګي استازیتوب کوي. نهه میاشتي مخکي د اوکراین د تهاجمي جګړې د پیل پر وخت دغو ځواکونو د مځکنیو ځواکونو سره یو ځای پلازمېنه کیف ته ځان ورساوه، خو بیرته پرشا وتمبول سول.

GP/NZ/DW.Online