زلمی خلیلزاد کابل ته تللی
۱۳۹۷ آذر ۲۸, چهارشنبهزلمی خلیلزاد چې په خټه افغان دی او په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر هم پاتې شوی دی د واشنګټن له لوري د افغانستان د سولې په تړاو ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. هغه په دې هڅه کې دی چې طالبان او افغان حکومت تر منځ مذاکراتو ته لار هواره کړي، څو په دغه هیواد کې ۱۷ کلنې جګړې ته د پای ټکی کښیودل شي.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې خلیلزاد به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وویني. د هغه دغه سفر په متحده عربي آماراتو کې له طالب استازو سره د درې ورځنۍ غونډه په تعقیب تر سره کیږي.
خو امریکایي چارواکو په ابو ظبۍ کې د ترسره شوو مذاکراتو په هکله هیڅ څه نه دي ویلي. په دغه غونډه کې د طالبانو سربیره د متحده ایالاتو، سعودي عربستان، متحده عربي آماراتو او پاکستان استازو هم ونډه درلوده.
طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دوه ورځنۍ خبرې اترې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د طالب بندیانو او همدا شان د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي مرګ ژوبلې پر موضوعاتو متمرکزه وي.
خو واشنګټن پر دې خبره ټینګار کوي چې وروستی جوړ جاړی باید په جګړه کې د ښکیلو افغان لورو تر منځ وشي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کړی دی.
امریکایي چارواکي په دې هڅه کې دي چې د پاکستان او سعودي عربستان په څیر هیوادونه په دغه پروسه کې شامل کړي څو طالبان مستقیمو خبرو اترو ته راضي کړي. کابل ته تر تګ دمخه خلیلزاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره هم ولیدل.