زابل: د افغان سرتیرو د وژل کیدو په هکله ضد او نقیض رپوټونه
۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبهیوې امنیتي سرچینې د نوم او ږغ دنه خپرولوپه شرط د دوشنبه په ورځ د دویچه ویله ځایي خبریال ته وویل چې تېره شپه د زابل ارغنداب ولسوالۍ د ملي اردو په یوې امنیتي پوسته کي یوتن سرتیري خپل نهه ملګري ووژل او وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال، بیا داخبره نه مني او زیاتوي چې په یاده سیمه کي وسله والو طالبانو د ملي اردو پر امنیتی پوسته تیره شپه برید کړی دی، چي اوږده جګړه سوې او په جګړه کي ۶ د ملي اردو سرتیري او۱۳ وسله وال طالبان هم وژل سوي دي.
د سیال په خبره د وسله والو طالبانو په دې وژل سویو کسانو کي د ملا سردارمحمد اخوند په نامه مشهور طالب قومندان هم شامل دی: «د نفوذي سرتیري خبره حقیقت نه لري، یوازی وسله والو طالبانو تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کي د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال بریدونه وکړل، چي په ځوابي برید کي ۱۳وسله وال طالبان د خپل قومندان ملا سردارمحمد اخوند په ګډون ووژل سول او زموږ ۶ د ملي اردو سرتیري هم شهیدان دي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده چې د وري یا حمل میاشتي په لومړۍ نیټه هم د زابل ولایت د مرکز کلات څخه ۱۵ کیلومتره لیري د وسله والو طالبانو په نفوذي برید کي ۲۴ افغان سرتیري وژل سوي وو. په دې وروستیو کي د زابل امنیت تر پخوا کړکېچن سوی دی. عام زابلیان هم دغه خبره کوي او له امنیتي څانګو غواړي، چي په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.
ابراهیم سپیڅلی/ کندهار