1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له آلمان څخه د مهاجرو اخراج ډير شوی

۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت معلومات وايي چې د روان ميلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې د هغو کسانو اخراج چې په آلمان کې د اوسيدو جواز نه لري، په څرګند ډول ډېر شوی دی. په سلونو افغانان هم له آلمان څخه بيرته استول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gCj7
د روان میلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې د هغو کسانو اخراج چې په آلمان کې د اوسيدو جواز نه لري، په څرګند ډول ډېر شوی.
د روان میلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې د هغو کسانو اخراج چې په آلمان کې د اوسيدو جواز نه لري، په څرګند ډول ډېر شوی.انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د «نويه اوسنابروکه» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د آلمان د کيڼ اړخه ګوند د هغو معلوماتو په حواله چې د فدرالي حکومت له خوا ورته ورکړل شوي، ويلي دي چې د روان ميلادي کال له پېل څخه د مارچ مياشتې تر پايه پورې ۴۷۹۱ هغه کسان چې د آلمان اقامه یې نه لرله، اخراج شوي دي.

دا شميرې د تیر کال د همدې مودې د شميرو په پرتله شا او خوا يو پر دريمه برخه لوړوالی ښيي. د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې ۳۵۶۶ کسان له آلمان څخه اخراج شوي ول.

د آلمان د کيڼ اړخي ګوند سياستوالې کلارا بونګر، چې له حکومت څخه دمهاجرو د اخراج په تړاو شميرې غوښتې وې، نيوکه کوي په داسې حال کې چې د هغو خارجيانو شمير راکم شوی دی چې د آلمانه په ووتلو مکلف دي، خو د اخراجو شمير بيا لوړ شوی دی.

بونګر، وويل چې پناه غوښتونکي ويره لري چې «د هغو د خوښې په خلاف به هغه هېوادونو ته چې جنګ، خپل سري نيونې، شکنجه او شديده بې وزلي پکې موجوده وي، وليږدول شي.»

د دې رپوټ پر اساس شمالي مقدونيا د روان کال په جنوري او مارچ میاشتو کې د خپلو اتباعو د بيرته منلو په لړ کې لومړی مقام لاره. له ليږدول شويو څخه ۴۸۳ کسان له بالکان سره تړاو لري. په دويم مقام کې ترکيه ده چې ۴۴۹ اتباع یې بيرته منلي دي. تر دې وروسته په ترتيب سره ګرجستان ۴۱۵ او صربستان ۳۱۲ اتباع بيرته منلي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي ارقام ښيي چې د روان میلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې ۳۴۵ افغانان هم له آلمان څخه اخراج شوي دي، خو دغه کسان بيرته افغانستان ته نه دي ليږدول شوي، ځکه د ۲۰۲۱م کال له پېل راهېسې آلمان افغانستان ته اخراجونه درولي دي.

له دوی څخه یې ۳۱۹ افغان پناه غوښتونکي د دوبلين د قواعدو پر اساس له آلمان څخه بيرته هغو هېوادونو ته اخراج شوي دي چې دغه پناه غوښتونکي ورته لومړی رسېدلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر په نظر کې نيول شوي اخراجونه نه دي عملي شوي. د روان میلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې د اخراج ۷۰۴۸ په نظر کې نيول شوي اخراجونه بريالي نه ول چې اصلي دليل یې دا وه چې مطلوب کسان د لاس رسي وړ نه وو او يا هم پروازونه لغوه شوي ول.

په دې ترتيب هغه قانون چې د فیبرورۍ میاشتې په پای کې د مهاجرو د بیرته ستنولو له پاره عملي شوی وو، د پام وړ اغیزه یې نه لرله. په دې قانون کې د اخراج د پروسې د آسانه کولو يو شمير مقررات شامل ول. د مثال په توګه د اخراج په هدف د خلکو د نيولو موده له ۱۰ ورځو څخه ۲۸ ورځو ته غځول شوې وه.

پر دې سربیره پوليسو ته په دې وروستیو کې اجازه ورکړل شوې چې د هغه کس د نيولو له پاره چې په یوه ګډ استوګنځای کې ژوند کوي او بايد وايستل شي، د هغه پر خونه سربیره نورو اوطاقونه ته داخليدلای شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۳م کال په ټوله کې له آلمان څخه د اخراج ۱۶ زره او ۴۳۰ موارد موجود ول.

ب. ص/ ن. ز (epd)

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب