1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د داخلي کډوالو بې ساری زياتوالی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

پر داخلي کډوالو د څار مرکز د بې ځايه سوو کسانو د بې ساري ډيرښت خبره کړې ده. ملگري ملتونه خبرداری ورکوي چي د روان کال تر پايه به د پناه غوښتونکو او بې ځايه سوو کسانو شمير ۱۳۰ ميليونو ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/4fw7F
DR Kongo Mugunga 2013 | Lager für Binnenvertriebene außerhalb von Goma
د کانگو په ډیموکراټیک جمهوریت کی د بې ځایه سوو کمپانځور: Junior D. Kannah/AFP/Getty Images

جنگونو، شخړو، طبيعي ناورينونو په ميليونو انسانان له خپلو کورونو او سيمو بې ځايه کړي دي. د دغو بې ځايه سوو کسانو ډيره برخه په خپل ټاټوبي کي پاتيږي او هڅه کوي يوې ډاډمنې سيمي ته پناه يوسي.

پر داخلي بې ځايه سوو باندي د څار مرکز، چي يو غيردولتي بڼسټ دی، د سه شنبه په ورځ په ژنيو کي اعلان وکړ چي د تير ميلادي کال په وروستيو کي د داخلي بې ځايه سوو شمير ۹ اشاريه ۷۵ ميليونو ته رسيدلی وو.

په دې ډول د هغه د تير کال په پرتله د داخلي بې ځايه سوو شمير شاوخوا ۷ سلنه او د تيرو پنځو کلونو په تناسب ۵۰ سلنه زيات سوی دی.

د نوموړي رپوټ له مخي، له هغوی څخه دوه پر دريمه برخه چي په ۲۰۲۳ م کال کي بې ځايه سوې وه، په غزې تراډي، سوډان او د کانگو په ډيموکراتيک جموريت کي ژوند کوي.

په مجموعي ډول د هغو کسانوشميرچي د جنگونو، شخړو او يا هم طبيعي ناورينونو له امله بې ځايه کيږي، په ښکاره ډول ډير دی، دا ځکه چي ځيني يې د خپلو هيوادونو له سرحدونو تيريږي او په نورو هيوادونو کي د پناه په لټه کي وي.

د کډوالوله پاره د ملگرو ملتونو د عالي کميشنرۍ  «يو ان اچ سي ار» د اطلاعاتو له مخي، د داخلي کډوالو او مهاجرو مجموعي رقم په ۲۰۲۳م کال کي شاوخوا ۱۱۴ ميليونو کسانو ته ورسيد. يو ان اچ سي ار، له دې بيريږي چي د هغوی شمير به د روان کال تر پايه په ټوليزه توگه ۱۳۰ ميليونو کسانو ته زيات سي.

پر داخلي بې ځايه سوو باندي د څار مرکز د رپوټ په حواله ۹۰ سلنه داخلي بې ځايه سوي کسان د شخړو او زورزياتيو له امله د خپل ټاټوبي پريښودلو ته اړسوي دي او نور يې د طبيعي آفاتو له امله بې ځايه سوي دي.

د هغو کسانو مجموعي شمير چي د ۲۰۲۳م کال تر پايه د سيلابونو، طوفانونو، زلزلو او نورو طبيعي ناورينونو له امله له خپلو کورونو بې ځايه سوي، ۷ اشاريه ۷ ميليونه وو.

پر داخلي بې ځايه سوو باندي د څار مرکز مديره الکساندرا بيلاک، وايي: «په ميليونو کسان د شخړو او هغو ورانيو له امله چي بايد زغملي يې وای، نور نه سي کولای ځانته نوي ژوند جوړ کړي او دغه حالت ډيري وخت، کلونه په برکي نيسي.»

د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا عمومي مشر، يان اگلند چي نوموړي  نظارتي مرکز يې جوړ کړی دی، وايي چي دغه لوړ ارقام، شخړو ته د پای ته رسيدو له پاره د هلو ځلو او د سولي په راوستلو کي د ناکامۍ په معني دی.

دغه خبر لومړي زموږ په همکاره رسنۍ اينفومايگرانس کي خپور سوی دی.

افغانستان کې سیلابونو ګڼ کسان بې کوره کړي

GP/NZ (dpa)