1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې په کریمیا کې د پوځي ځواک د استعمال اجازه وکړه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه

د روسیې پارلمان د اوکراین په کریمیا ټاپووزمه کې له پوځي ځواک څخه د استفادې اجازه ورکړه. د دې هیواد ولسمشر ویلي چې دغه کار یې د سیمه ییزو روسي الاصلو اوسیدونکو او په سیمه کې د پوځي پرسونل د ساتنې له پاره کړی.

https://p.dw.com/p/1BI1f
انځور: Reuters

د روسیې د پارلمان د مشرانو شورا یا «د فداسیون شورا» کریمیا ته د سرتیرو د استولو وړاندیز چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، له خوا شوی وو منلی دی. دې شورا ویلي دي چې دغه پریکړه دې ژر تر ژره عملي شي. پر دې سربیره دې شورا پریکړه کړې ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر دې هم د ولسمشر اوباما د وروستیو څرگندونو له کبله بیرته مسکو ته وغوښتل شي.

له بلې خوا پوتین ویلي دي چې دغه اقدام په اوکراین کې د وضعیت تر باثباته کیدو پورې اړین دی. د کریملن له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې د پوتین په حواله راغلي دي: «زه د اوکراین په خاوره کې، په دې هیواد کې د سیاسي وضعیت تر آرامیدو پورې، د روسیې د فدراسیون د ځواکونو د استعمالولو غوښتنه کوم.»

په بهر کې د روسي ځواکونو استعمال یوازې د فدراسیون د شورا تایید ته اړتیا لري. د دې کار له پاره د پارلمان تایید ضروري نه دی. د کریمیا لومړي وزیر تر دې مخکې په سیمه کې د آرامښت د راتلو په موخه له روسیې څخه مرسته غوښتې وه.

د جمعې په ورځ یو شمیر وسله والو کسانو چې ویل کیږي روسي پوځیان ول، د کریمیا د یو شمیر کلیدي هوایي ډگرونو کنترول په لاس کې ونیو. له بلې خوا د اوکراین نوي لویدیځ پلوه حکومت پر روسیې باندې تور لگولی دی چې د دې هیواد په چارو کې مداخله کوي.

د روسیې له خوا په کریمیا کې د پوځي واک د استعمال تر اعلانیدو وروسته د اوکراین د اپوزیسیون مشر ویتالي کلیتسچکو، د خپل هیواد پر پارلمان باندې غږ وکړ چې پوځ چمتو کړي. هغه همداراز د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې پر بیړنیو حالاتو باندې د خبرو کلولو له پاره چمتو شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب