1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د اقتصادی افلاس پاڼ ته برابر شوی

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۶, سه‌شنبه

په اوکراین کې د پخواني ولسمشر تر گوښه کیدو وروسته اقتصادي ستونزې رامنځته شوې دي. روسیې له اوکراین سره خپلې مرستی درولي خو اروپايي ټولنې، نړیوال وجهي صندوق او متحده ایالاتو بیا له دې هیواد سره خپل ملاتړ اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/1BFG2
انځور: Reuters

اروپایي ټولنه غواړي چې له اوکراین سره د میلیاردونو یورو په ارزښت اقتصادي مرستې وکړي. په دې اړه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسووله کاترین اشتون غواړي چې د یو لړ مشخصو شرطونو په ترڅ کې یوه جوړ جاړي ته ورسیږي. امریکا متحده ایالات، نړیوال وجهي صندوق او ښایي روسیه هم په دې کې ونډه ولري. خو لا تر اوسه هم په دغه هیواد کې په وضعیت کې آرامي نه ده رامنځ ته شوې.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې کاترین اشتون د اوکراین پلازمینې کیف، ته په سفر تللې ده ترڅو د اوکراین له مشرتابه سره د اروپایي ټولنې د مرستو په اړه خبرې اترې وکړي. په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د کمیسیون ویاند ویلي دي چې دا د نړیوالو مرستو یوه بسته ده چې موخه یې د اوکراین «لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله اقتصادي ستونزو ته ځواب ویل دي». خو دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې کاترین اشتون به د کوم ډول مرستو وړاندیز وکړي او په ټوله کې به دغه مرسته څومره وي.

اشتون اوکراین ته تر سفر مخکې پر ټولو اړخونو غږ کړی وو چې د دیموکراسۍ له پاره د اوکراین د خلکو هیلو ته درناوی وکړي او د دغه هیواد ملي یووالی او بشپړ حاکمیت خوندي وساتي. د اروپایي ټولنې د کمیسیون ویاند اولیور بیلي، دا خبره تائید نه کړای شوه چې آیا د بسپنه ورکوونکو یو نړیوال کنفرانس به لکه څرنگه چې د اوکراین د ماليې مؤقتي وزیر وړاندیز کړی وو په دغه هیواد کې جوړ شي او که نه.

د اروپايي ټولنې د اسعارو او اقتصادي چارو کمیسیار اولي رین، د فبروري د میاشتې پر ۲۳مه نیټه په سدني کې د G20 د مالي چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي وو چې دغه مرستې د میلیاردونو یورو په ارزښت دي. په اوکراین کې د سیاسي کړکیچ په ترڅ کې اروپایي ټولنې تل له اروپا سره د نزدیوالي او آزاد تجارت تړون چې تر مخه یې له اوکراین سره په اړه خبري شوې وې د لاسلیکیدو پر سر ټینگار کړی دی. د اروپایي ټولنې کمیسیون دا خبره تائید کړې ده چې د دغه تړون لاسلیکیدل یوازې په اوکرایین پورې تړلې ده.

د اروپا په پارلمان کې د زرغون گوند د فراکسیون مشرې رېبکا هامس، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې اروپایي ټولنه او امریکا متحده ایالات باید په بیړنۍ توگه د مرستو یوه بسته وړاندې کړي. رېبکا هامس د اوونۍ په پای کې په کیف کې وه او د اپوزیسیون د سیاستوالې او پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو چې اوس له بنده آزاده شوې ده، سره یې هم خبرې اترې کړې وې. بروکسل ته تر سفر کولو لږ څه تر مخه هغې ویلي وو چې اروپایي ټولنه باید په کیف کې له نوي مشرتابه سره د عدلي اصلاحاتو په برخه کې ژر مرسته وکړي. د هغې په وینا باید د پخواني واکمنو پر ضد «له سیاسي عدالت او غچ اخیستنې» څخه کار وا نه اخیستل شي.

تیر کال د اوکراین او نړیوال وجهي صندوق تر منځ د مرستو په اړه خبرې اترې ناکامه شوې وې. هغه وخت د دواړو اړخونو تر منځ پر شرطونو باندې موافقه نه وه شوې خو د اروپا د پارلمان استازې هارمس وایي چې دا کار باید تکرار نه شي. هغه زیاتوي: «دا باید د نړیوال وجهي صندوق د معمول په شان سخت شرايط نه وي. په عین وخت کې باید هڅه وشي چې له دې هیواد څخه د پانگو د تیښتې، د مالیاتو د نه ورکړې، د تورو پیسو د سپینولو او داسې نورو لارو مخه ونیوله شي. که چیرې د دې موضوعاتو مخه ونیول شي نو پانگونې ته له بهر څخه ډیرو لږو پیسو ته اړتیا ده.»

په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر ویلي دي چې دی به د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د پور ورکولو د موضوع په اړه له نړیوال وجهي صندوق سره وویني.

د ختیځي اروپا او روسیې له پاره د آلمان د حکومت استازي گیرنوت ایرلر، د ARD په نوم د آلماني تلویزون په یوې خپرونې کې ویلي دی چې دی په خبرو اترو کې د روسیې د شاملیدو پلوي دی ځکه چې په وینا یې روسیې د اوکراین د راپرځول شوي ولسمشر یانوکوویچ حکومت ته دوه میلیارده امریکایي ډالر ورکړي دي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «زما وړاندیز دا دی چې سړی باید له روسیې سره د خبرو اترو هڅه وکړي ځکه چې روسیه هم له دې سره لیوالتیا لري چې په دغه هیواد کې د گډوډیو مخه ونیول شي او په دغه هیواد کې ثبات رامنځ ته شي.»

دغه سوسیال دیموکرات په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې اوکراین په اوسني وخت کې داسې یوه حکومت ته اړتیا لري چې د کار کولو وړتیا ولري.هغه زیاته کړه: «تر اوسه لویه ستونزه دا ده چې سړې باید د شرايطو په اړه خبرې اترې وکړي، خو له چا سره؟ لا تر اوسه یو انتقالي حکومت نشته، او باید داسې یوه حکومت وجود ولري چې د کار وړتیا ولري. هیڅوک نه غواړي چې پیسې یې بې ځایه ولاړې شي.»