1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې طالبان په مسکو کې د سولې خبرو ته بللي

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

روسیې د دوشنبې په ورځ وویل چې د سپتمبر د څلورمې نیټې له پاره د افغانستان د سولې په اړه یوه کنفرانس ته چمتوالی نیسي چې ورته طالبان هم بلل شوي دي.

https://p.dw.com/p/33Pqg
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د دوشنبې په ورځ د انترفاکس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ [دغه غونډه] د سپتمبر د څلورمې نیټې له پاره چمتو کوو.»

کابلوف روښانه کړې ده چې طالبان هم په مسکو کې جوړیدونکو دغو خبرو اترو ته بلل شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «دغه خبرې اترې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر د په لاره اچولو په چوکاټ کې ترسره کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې تر څو خونړیو ورځو وروسته طالبانو ته د یوه اروبند وړاندیز وکړ. د اوربند تر وړاندیز مخکې طالبانو څو ورځې د غزني پر ښار باندې خپل بریدونه جاري وساتل چې په پایله کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو تر منځ سخته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

کابلوف ویلي دي چې مسکو د کابل له خوا د اوربند وړاندیز «مثبت» ارزوي او هیله یې څرګنده کړه چې طالبان به هم دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي. طالبانو تر مخکې د کوچني اختر پر مهال د افغان حکومت د اوربند وړاندیز منلی وو خو لا تر اوسه پورې یې د لوی اختر له پاره د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو او ناټو د ولسمشر غني د دې وړاندیز هرکلی او ملاتړ کړي دي.

د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې مسکو د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وو چې په کې د افغانستان، هند، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي آسيا د پنځوو نورو هیوادونو استازو ګډون لره. امریکا متحده ایالات هم دغې غونډې ته بلل شوې وه خو په کې یې ګډون نه وو کړی. روسیې او متحدینو یې پر طالبانو باندې غږ وکړ چې جګړه پریږدي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.