روسیه: طالبان د مسکو د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي
۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سهشنبهاعلان
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې له انترفاکس خبري آژانس سره په خبرو کې کړې دي. تر دې مخکې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف، ویلي وو چې هیواد یې غواړي په روان کال کې د افغانستان د سولې د په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي.
هغه د دې کنفرانس نبټه د سپتمبر ۴مه نیټه ښوولې وو او روښانه کړې یې وه چې غوندې ته طالبان هم بلل شوي دي.
د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې مسکو د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وو چې په کې د افغانستان، هند، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي آسيا د پنځوو نورو هیوادونو استازو ګډون لره. امریکا متحده ایالات هم دغې غونډې ته بلل شوې وه خو په کې یې ګډون نه وو کړی. روسیې او متحدینو یې پر طالبانو باندې غږ وکړ چې جګړه پریږدي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.