1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

روسيه ایران ته «په لسونو سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورکوي»

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

یوه اسرائيلي تلویزیون خبر ورکړی دی چې روسېې له ایران سره د ۲۴ سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د سپارلو توافق کړی دی. ایراني پيلوټانو د مخه د دغو عصري الوتکو روزنې ليدلي. ایران د اوکراین په جګړه کې د روسېې ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/4LR2H
 د آرشیف انځور - د روسېې ساخت سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي جیت الوتکه
د آرشیف انځور - د روسېې ساخت سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي جیت الوتکهانځور: picture-alliance/dpa/TASS/M. Lystseva

د اسرائيل ۱۲ تلویزیوني کانال د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۵) خبر ورکړ چې په لسونو ایراني پيلوټانو د روسي جنګي الوتکو روزنې ليدلي دي. دغه تلویزیون د غربي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې روسيه د چمتووالي په حال کې ده تر څو په نژدې راتلونکې کې ایران پر سوخو-۳۵ ډوله جنګي جیت الوتکو تجهیز شي.

د ۱۲ تلویزيوني کانال رپوټ وايي چې په ابتدا کې په پام کې وو دغه ۲۴ سوخوی سو-۳۵ ډوله الوتکې پر مصر وپلورل شي، خو امریکا د دغې معاملې مخه ونېوله. په نتیجه کې مسکو د یو نوي خریدار په لټه کې شو او تصمیم ېې نیولی چې دغه الوتکې پر تهران وپلوري.

د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

دغه رپوټ داسې وخت خپور شوی چې ایراني رسنيو د روان کال په سپتمبر مياشت کې خبر ورکړی وو چې تهران د دغې معاملې د اروزنې په حال کې دی.

یاد اسرائيلي تلویزیون له جزئیاتو پرته ويلي دي چې ایراني پيلوټانو تر دې وړاندې له دغو جنګي الوتکو څخه د روزنیزو اهدافو له پاره استفاده کړې ده.

د ایران پوځي همکارۍ په هکله د امریکا خبرداری

امریکايي چارواکو له روسيې سره د ایران د پراخو او مخ پر ډيرېدونکو همکاريو په اړه خبرداری ورکړی او دغه همکارۍ ېې د اوکراین، ګاونډيو، ایران او نړۍ له پاره «زيان اړوونکې» ښودلې دي.

روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي روابط پراخ کړي

د دغو چارواکو په خبره، د روسېې او ایران ترمنځ پوځي همکاري، په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته ډېره شوې ده. 

د اوکراین د ولسمشر سلاکا، میخائیلو پودولیاک، هم د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۴مه) پر ټويټر د هغو ایراني کارخانو د «منحلولو» غوښتونکی شوو چې د روسېې له پاره وسلې توليدوي. دغه اوکرايني چارواکي همدا ډول ويلي چې د دغو تسليحاتو چمتو کوونکي باید ونیول شي.

پودولیاک زیاته کړې، پر هغو شرکتونو او بنسټونو چې روسېې ته د وسلو په لیږد کې رول لري، ورباندې د نړیوالو بندیزونو د لګولو سره بېره، تهران په پام کې لري روسېې ته د ډرون او توغندويو انتقال ډير کړي.

ایران د لومړي ځل له پاره ومنله چې روسيې ته يې ډرون ورکړي

د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وويل، روسېې ته انتقال شوې د ایران ساخت ډرون، په اوکراین کې پر ملکي اهدافو بریدونو کې «اساسي رول» درلودلی دی.

د موساد رئيس، ډيويډ بارنیا، هم د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۲مه) رپوټ ورکړ چې تهران په مخفي توګه د داسې پروګرامونو د جوړولو په حال کې دی چې له مخې ېې روسېې ته د پرمختللو وسلو عرضه پراخه کړي.

پوتین: غربیان غواړي روسیه تجزیه کړي

دا لومړی ځل دی چې یو اسرائيلي چارواکی په علني توګه د اوکراین په جګړه کې له روسېې څخه د ایران د ملاتړ خبره کوي.

د اوکراین په جګړه کې له ايران له خوا د روسېې ملاتړ

د ايران رهبر علي خامنه ای، د اوکراین په جګړه کې د ایران بې طرفي څنډې ته پرېښوده او د «ایران او روسېې تر منځ د لاډيرو همکاریو اړتیا» څخه ېې خبره کړې ده.

هغه د روان کال په دوبي کې په تهران کې د روسېې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره په کتنه کې وويل: «د اوکراین په قضیه کې که تاسو همدارنګه د عمل ابتکار په خپل لاس کې نه وی نیولی، مقابل لوری په خپل ابتکار سره د جګړې رامنځ ته کېدو سبب ګرځېد.»

زیلنسکي د روسيې له نورو بريدونو خبرداری ورکړ

دغه موضوع سبب شوه چې ایران د غربي هیوادونو تر بندیزونو لاندې راشي او له پخوا لا ډير منزوي شي.

د ایران حکومت د اوکراین په جګړه کې د پوتین په ملاتړ کولو سره، روسېې پورې شديده وابستګي پېدا کړې ده. آن تر دې چې ایراني اعتراض کوونکي هم د ایران پر رهبر د اوکراین په جګړه کې د پوتین د ملاتړ په خاطر اعتراض کړی دی. دوی خامنه ای باندې «د روس او چین نوکر» په څير شعارونو په ورکولو اعتراض کړی دی.

له آرشیف څخه یو معلوماتي انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل