1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان په لس اوريز تورنمنت کې لوبيږي

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

د افغانستان ځوان توپ اچوونکی راشد خان، به د نړۍ په یوازني لس اوریز تورنمنت کې د مراتا اربین، لوبډلې له پاره ولوبیږي. پر راشد خان سربیره په دې تورنمنت کې افغان لوبغاړي مجیب ځدران او محمد شهزاد هم لوبه کوي.

https://p.dw.com/p/322aD
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

افغان توپ اچوونکی راشد خان، د نړۍ په مشهورو شل اوریزو تورنمنتونو کې تر لوبیدو وروسته اوس د اماراتو د کریکټ بورد له خوا په منل شوي لس اوریز تورنمت کې لوبیږي. دغه تورنمنت چې د نړۍ یوازنی منل شوی لس اوریز تورنمنت دی، تیر کال د شارجې په ستیدیوم کې ترسره شو.

سږ کال به راشد خان، مجیب ځدران او محمد شهزاد په دې تورنمنت کې د بیلابیلو لوبډلو له پاره لوبه وکړي. له دې کبله چې دغه لوبې لنډې دي، نو ښايي افغان لوبغاړي پکې ډیر ښه وځلیږي. پر افغان لوبغاړو باندې ډیر وخت داسې نیوکې کیږي چې نه شي کولی د ډیرو اورونو لرونکي لوبې په ښه توګه وکړي.

د لس اوریزو لوبو دغه تورنمنت به د روان کال په دسمبر میاشت کې ترسره شي. په دې تورنمنت کې به د لسو ورځو په جریان کې ټول ټال ۲۸ لوبې ترسره شي.

راشد خان تر دې مخکې د هندوستان په ای پي ایل او د استرالیا په بیګ بش لیګونو کې ډیر ښه وځلید او د خپلو ښو لوبو پر مټ وتوانید چې په شل اوريزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی شي.