1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دولتونه له «جي شل» سرمشریزي څه تمي لري؟

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

د نړۍ مهم دولتونه په هامبورگ کي د G20 د سرمشریزي پرمهال سره راټولیږي او هر غړی هیواد یې ورڅخه خپلي غوښتني لري. دا چي مهم بازیگران له هغه څخه څه تمي لري، دویچه ویله یې په لاندي ډول غوښتني سره راخلاصه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2fzCL
Italien G7 Angela Merkel und Donald Trump
انځور: Getty Images/S. Gallup

د امريکا متحد ايالات

د ترمپ اداره له G20 سرمشریزي څخه لږ انتظار لري. سړی کولای سي اټکل یې وکړي چي جمهوررئيس دونالد ترمپ په هامبورگ کي له سرمشریزي سره ډیره علاقه نه لري. هغه ددې برعکس د وارسا او پراگ لیدني کتني ته ډیر خوشال دی، چیري چي دی یوازي راڅرگنديږي او د توجه په مرکز کي واقع کیږي. جي شل د ترمپ له پاره یوازي یو مکلفیت دی اوکه داسي فیصلې پکښي ونه سي چي مکلفیتونه دي د ځانه سره ولري، د ده له پاره به احتمالأ ډیر ښه وي. داچي د ترمپ له پاره د اقلیم ساتني سیاست څونه ارزښت لري، سړی کولای سي د پاریس د اقلیم ساتني له تړون څخه یې قیاس کړي چي ترمپ ورڅخه د خپل هیواد دوتلو اعلان کړی دی. بله د هیجانه ډکه موضوع به په سرمشریزه کي د ترمپ او پوتین ترمنځ لیدنه کتنه وي. که څه هم له يوه اړخه کارپوهانو د دواړو سیاستمدارانو ترمنځ له ډیره وخته د گډو علاقه مندیو خبره کړې ده، خو له بله اړخه ترمپ د امريکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د روسيې د مداخلې د رسوایۍ له کبله ترفشار لاندي دی.

روسيه

د روسيې له پاره سرمشریزه له ترمپ سره د لیدني کتني پخاطر ډیر اهمیت لري. د دواړو دولتي مشرانو ترمنځ دغي لومړنۍ لیدنه کتني ته انتظار پخوا هیڅ وخت دونه ډیر نه ؤ. مسکو انتظار درلودئ چي د پوتین او ترمپ تر منځ دغه ډول یوه لیدنه کتنه پخوا لا ترسره سوې وای. د روسيې خارجه وزیر سرگیې لاوروف ویلي دي چي«خبره تر ټولو دمخه د ډیالوگ او خبرو اترو پرعادي کیدو باندي ده». روسيه د دواړو خواوو تر منځ د تشنجه ډکو مناسباتو د نوي پیل امیدواري لري، کوم چي د کریمیا نیمه ټاپو تر الحاق وروسته تر هروخت ډیر خراب سوي دي. د دوی دگډي علاقه مندۍ موضوعات کیدلای سي، د داعش پرضد مبارزه او اټومي کنترول واوسیږي، چي همدااوس د شمالي کوریا په ارتباط نوره هم مهمه سوې ده.

جرمني

د پارلماني انتخاباتو په منځ کي دداسي یوې لويي سرمشریزي دایریدل، چي د نړی مهم هیوادونه پکښي سهم اخلي، د صدراعظمي انګيلا ميرکل دپاره تردې ښه چانس نه برابریدی. د G20 د میلمه پالي په حیث دا کولای سي جهاني سیاست تنظیم او داخلي سیاسي ناخوشاینده مسایل لکه پدې وروستیو وختونو کي «واده دټولودپاره» د خلگو څخه هیرکړي. د تیري جمعې په ورځ په حکومتي اعلامیه کي میرکل واضح کړې وه، چي دا په هامبورگ کي دسختي معاملې انتظار کوي او دیوه ښکاره اروپايي دريځ نیولو انتظار یې کیږي، خصوصأ د امريکادمتحده ايالاتو او د هغه د اقلیم ساتني د سیاست په مقابل کي.

چین

د G20 سرمشریزه د چین د سیاسي جغرافیايي هدفونو یوه مهمه برخه ده. چین ډیر بين المللي نفوذ غواړي او په داسي یوه سرمشریزه لکه G20 کي د نورو مهمو بازیگرانو لکه امريکا متحدو ايالاتو او روسیې سره په یوه قطار او یوه سطحه کي راتلل ورته ډیر اهمیت لري. چین دغي سرمشریزي ته د یوه مهم فوروم په سترگه گوري، او غواړي بیاهم پکښي د یوه ازاد جهاني تجارت له پاره مبارزه وکړي، کوم چي د دغه دوهم جهاني لوی ولسي اقتصاد له پاره ډیر اهمیت لري، خصوصأ داسي یو هیواد چي پر وارداتو باندی متکي دی.

هندوستان

د هندوستان د صدراعظم نارندرا مودي دپاره په داسي یوه جهاني لویه سرمشریزه کي برخه اخیستل ډیر مهم دی. څنگه چي د سرمشریزي مهمه اجنډا اقلیمي تغیرات،د ترهگرۍ سره مبارزه او اقتصادي اصلاحات تشکیلوي، مودي انتظار لري،چي د هغه څخه به ډیر څه پلاس راوړي. تر ټولو دمخه دی کولای سي، په داخلي سیاست کی ورڅخه گټه واخلي. دمودي دپاره په سرمشریزه کي یوه بل مهمه خبره د چین د جمهوررييس شي جینگ پینگ سره لیدنه کتنه ده. مودي امیدواري لري،چي ددواړو هیوادو ترمنځ سرحدی اختلافاتو د لیري کولو دپاره به یو پیلامه رامنځته او هم به ددغو دواړو ترټولو لوی پرنفوسه هیوادو ترمنځ تجارتي روابط پراخ سي.

ترکيه

د ترکيې د جمهوررييس رجب طیب اردووان دپاره په سرمشریزه کي د ترهگرۍ سره دمبارزې موضوع ترټولو ډیر اهمیت لري، خصوصأ د هغه څه سره چي دئ یې ترهگري بولي. د هغې جملې څخه اردووان انتظار لري،چي د سوریې په شمال کي کردانو ته نوري وسلې ورونه لیږل سي او مخالف واعظ فتح الله گیولن ورته وسپارل سيږ

سعودي عربستان

د سعودي عربستان پاچا سلمان شخصأ د هامبورگ په دغه سرمشریزه کي گډون نه کوي، چی دلیل یې د قطر دبحران نه حل ښوول سوی دی. د هغه ولیعهد هم G20 ته نه راځي، خو طبعأ  د سعودي عربستان یوهیأت په هغه کي برخه اخلي. د سعودي عربستان په نظر G20 سرمشریزه په اوس وخت کي دونه مهمه نده، چي سړی دي د نورو مهمو مسایلو څخه تیر سي.

برایزیل

د برایزیل جمهوررييس میشل ټېمر په اول سر کي نه غوښتل د G20 په سرمشریزه کي برخه واخلي، خو اوس بیا پکښي گډون کوي. د هغه دلیل په برایزیل کي سیاسي گډوډی ده. پر ټېمر باندي تیره اونئ د اختلاس دشک په تور د یوه برحاله جمهوررييس په حیث اقامهء دعوی وسول. د برایزیل حکومت غواړي ، خپل هیواد ته ډیر سرمایه داران راجذب کړي او پردې سربیره تجارتي – اقتصادي اتحاد رامنځته کړي، چي ورته د G20 سرمشریزه یوه ښه موقع ده.

جنوبي افريقا

د G20 یوازنی غړئ افریقايي هیواد جنوبي افريقا د سخت بحران سره مخامخ ده او جمهوررييس یې د نورو تر څنگ باید د بیکارئ دلوړي سطحي سره مبارزه وکړي. ددغه هیواد پولي واحد «رانډ» هم تر سخت فشار لاندي دی. خو د جمهورریس څوما دپاره دا ډیره خوشالونکې خبره ده، چي افریقا به د سرمشریزي ډیره غټه موضوع وي. ددغی سرمشریزي د لاری دی کولای سي، خصوصي او عامه سرمایه گذارئ راجذب کړي.

په سرمشریزه کي به ددې ترڅنگ د ملگرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دوامداري او نوي کیدونکي ودي پر اجنډا او د مهاجرينو پر بين المللي مشکل باندي هم خبري وسي.