1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان د تیري په مقابل کې د طالبانو غبرګون مایوسه کړو»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د پاکستان په چارو کې د پخواني ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وایي، پاکستان د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا او ارضي تمامیت هوايي برید کړی و، خو د طالب غبرګون کمزوری او مایوسه کوونکی و.

https://p.dw.com/p/4ALl8
Umar Daudsai neuer Innenminister Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP

تېره اونۍ د پاکستان پوځي الوتکو له لورې پر خوست او کونړ هوایي بریدونو او د لسګونه ملکي کسانو مرګ ژوبلې د افغانانو سخته غوسه راوپاروله او د هېواد په مختلفو سیمو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې ترسره شوې.

افغان سیاستوالو هم په اعلامیو کې د پاکستان برید پر افغان خاوره تیری بللی و او طالبانو بیا په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او ورنه یې غوښتي وو، چې د داسې بریدونو تکرار د دواړو هېوادونو اړیکې خرابولی شي.

د پاکستان په چارو کې د پخواني ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د دویچه ویله په پخلاینه خپرونه کې د مرکې پرمهال، پر خوست او کونړ د پاکستان برید د هېواد په ځمکنۍ بشپړتیا تیری وباله.

نوموړی د افغانستان هوایي حریم په نقص او په خلکو د بمبار له امله د پاکستان په مقابل کې د طالبانو غبرګون کمزوری او مایوسه کوونکي یادوي: «په خوست کې بمباري شوې ده او زما په خیال دا د ډرون پواسطه شوې ده. ماشومان او ښځې پکې وژل شوې دي او روغتونونه ترې ډک وو، چې ټولې نړۍ ولیدل. د طالبان غبرګون ډېر کمزوری او مایوسه کوونکی و.«

هغه وایي، د حاکم نظام په توګه د طالبانو امارت د هېواد د ځمکنې بشپړتیا په ساتنه مکلف دی او هیڅ بهرني هېواد ته بايد اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان پر خاوره تیری وکړي. هغه ځینې طالب مشران وننګول، چې د خاورې دفاع له پاره یې غټې خبرې کولې، خو له دې برید وروسته یې بیخي درک ونه لګیدو: «دا درسته ده، چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي ملکونه دي، باید ښې اړیکې ولري، باید ښه تجارت ولري، اما خلاف ورزي تقبيح شي او مخه يې ونيول شي. مخکې موږ د طالبانو غورې او لاپې اوريدلې، خو چې د حقيقت وخت راغی، د حدودو خلاف ورزي وشوه، نو د دوی ځواب کمزوری و. دا مهمه نه ده چې دغه کسان افغاني تذکرې لرې او يا پاکستاني. دا بريد دا معنی لري لکه څلوېښت کاله چې زموږ خلک پاکستان کې اوسيږي او زموږ پخواني حکومتونه تللی وی، هلته يې بمبار کړی وی، حتما به دا خبره جنګ ته تللی.«

عمر دادوزی زیاتوي، په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان له لوري په بېلاېلو وختونو کې په افغان خاوره بریدونه شوې دي، خو په وینا یې د حامد کرزي او اشرف غني د واکمنۍ پرمهال د پاکستان هیڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی.

هغه وویل:« هغه وخت همیشه غبرګون ښودل شوی دی، هم د ډیپلوماټيکې لارې نه او هم د نظامي لارې نه. تاسې ته یاد دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د سلالا په نوم یو چوکۍ د ډیورنډ کرښې په سر باندې وویشتل شوه، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول. هغه همدغې مسئلې سره ارتباط درلود. نور اقدامات هم شوې دي، نه غواړم جزئیاتو ته یې ولاړ شم. د پاکستان یو د خلاف ورزۍ عمل بې ځوابه نه دی پاتې شوی.«

دغه افغان سیاسي مشر زیاتوي، افغان طالبان او پاکستاني طالبان یو مټ او بازو دي او په افغانستان کې یو شمېر نورې ترهګریزې ډلې هم له طالبانو سره ښې اړیکې او خواخوږي لري، خو ځینې یې بيا ورسره دوښمني لري.

نوموړی اندیښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د مختلفو ترهګریزو ډلو شتون او په وروستیو ورځو کې خونړۍ پېښې د یوې نوي جګړې د پیلیدو وېره ډېره کړې ده.

په همدې حال کې د دویچه ویله په پخلاینه خپرونه کې د خبرو پرمهال پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک پاکستان د طالبانو د فابریکې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې افغان طالبان د پاکستان پروژه ده، خو په وروستیو کلونو کې یو شمېر نور قوتونه هم په دې داخل شوې دي.

نوموړی وایي، د دوحې هوکړه همدې له پاره شوې وه، چې افغانستان کې دولتي نظام ته سقوط ورکړي او یوه تشه رامنځته شي.

پاکستان پوځ که څه هم په افغان خاوره د برید په اړه هیڅ نه دي ویلي، خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ وروسته په خوست او کونړ هوایي بریدونو ته له اشارې پرته ویلي وو، چې له افغانستان نه وسله وال ور اوړي او په پاکستاني پوځیانو باندې بریدونه کوي.

فريد الله ظاهر