1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ډله طالبانو ته څومره ګواښ ده؟

امید دیدار
۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

په داسې حال کې چې طالبانو په ځلونو ویلي دي چې په افغانستان کې داعش او نورې وسله والې ډلې فعالې نه دي او په ټول هېواد کې يې امن راوستی، خو نيږدې هره ورځ بيا پر داعش د عملیاتو او هغوی ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا کوي.

https://p.dw.com/p/4KvF3
Afghanistan I Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

تازه، د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر پر ۱۲ نېټه داعش ډلې په کابل کې د چینايي وګړیو پر یوه هوټل برید وکړ، چې د رسمي شمېرو له مخې پکې درې کسان وژل شوي او ۱۸ ژوبل دي.

د چینايي چارواکیو په حواله، په دغه برید کې پنځه چینایان هم ژوبل شوي او دا چې چین په دغه برید ټکان خوړلی دی.

داعش په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې په دغه برید کې يې شاوخوا څلوېښتو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې ده. تر دې برید وړاندې هم هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د شویو بریدونو پړه داعش ډلې منلې وه.

که څه هم طالبان هر وار رسنیو ته د داعش ډلې د حضور په اړه وايي چې دغه ډله په افغانستان کې شنډه شوې ده، خو نیږدې هره ورځ په پلازمېنې کابل او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې د غړیو د وژلو، ټپي کولو او نیولو خبرونه ورکوي.

Afghanistan | Angriff auf Hotel in Kabul
انځور: Popal/XinHua/dpa/picture alliance

اوس پوښتنه داده، چې داعش ډله په افغانستان کې په کومه کچه ده او بله دا چې دغه ډله طالبانو ته څومره ګواښ کېدای شي؟

د تير حکومت یو پوځي چارواکي جنرال محمد رادمنش دویچه ویله ته وویل چې د دوی د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې ۲۱ وسله والې ډلې شته چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

آيا رښتيا هم داعش په افغانستان کي ځپل شوی؟

نوموړي وویل چې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې له ځینو امنیتي ګواښونو ښکاري چې ځینې وسله والې ډلې په ځانګړي ډول داعش ډله فعاله ده.

هغه وویل: «ځینې نوي تهدیدات چې په شمال، مرکز، لویدیځ او ختیځ کې رامنځته کېږي، ښکاري چې تروریستان خصوصاً داعش د ګواښونو یو جز دی. ضرورت دا دی چې افغانستان او هغه هيوادونه چې د ترورستانو په مقابل کې تعهد لري، باید مقابله یې وکړي.»

سیاسي شناند حکمت الله حکمت بيا وايي چې که طالبان د نړیوالو ملاتړ له ځانه سره ونه لري، نو دوی به له داعش سره په مبارزه کې بریالي نه شي: «وروستي تهدیدونه چې پر اسلامي امارت باندې په امنیتي لحاظ راډېر شوي، د همدغو فشارونو تسلسل دی. دا فشار هله زیاتېدای شي، چې طالبان د سیمې او نړیوالو لوبغاړو ملاتړ له ځانه سره ونه لري. کوم څه چې دوی نه دي تر لاسه کړي.»

Afghanistan I Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د جمهوري حکومت پخوانی چارواکی او په بهر کې د جمهوري غوښتونکي په نوم د تازه جوړ شوي حرکت ویاند شاه محمود میاخېل دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې د داعش په ګډون، د شرقي ترکستان، لشکر طیبه، حزب تحریر، القاعدې او نورې شاوخوا ۲۱ ډلې دي، چې دا ټولې د افغانستان او سیمې هيوادونو له پاره ګواښ دی.

نوموړی وايي: «د طالبانو له پاره دا مشکله ده چې له هغو ډلو سره چې کلونه یې ورسره یو ځای کار کړی، ځان ترې جدا کړي او په مقابل کې یې جدي اقدام وکړي. د داعش نوم ځکه یادېږي، چې دوی خپل ټول سیاسي او نور مخالفین د داعش په نوم ځپي او عملیات پرې کوي.»

دی وايي، له کورني او بهرني مشروعیت پرته طالبان نه شي کولی داعش او نورې وسله والې ډلې کنټرول کړي او دا چاره خورا سخته ده.

له بل پلوه، د افغانستان له شمالي، ختیځو، او ځینو مرکزي سیمو نه هم راپورونه دي چې داعش ډلې غړي لا هم د تحرکاتو په حال کې دي او وخت ناوخت د طالبانو ځايي ادارو مزاحمتونه کوي.

په کابل کې د داعش د برید په اړه د پيکينګ غبرګون

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل، داعش په افغانستان کې ملاتړ نه لري او د دوی په راتګ ۹۸ سلنه له منځه تللې.

دی وايي د دغې ډلې چې په ځینو سیمو کې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه کړي، موخه یې دا ده چې له ګاونډیو سره د دوی اړیکې خرابې کړي، خو په خبره یې نه شي توانېدلی: «د داعش په نوم تکفیري ډله زموږ په هېواد کې ملي پشتیوانه نه لري. زموږ په راتګ ۹۸سلنه له منځه وړل شوي دي. د تېرې ادارې او اشغال تر چتر لاندې یې پرورش کړی و. دوی کوښښ کړی، چې له اسلامي امارت سره د ګاونډیانو اړیکې خرابې کړي. خو دوی په نښه کېږي او د اسلامي امارت تر څار لاندې دي. دا لوی چالش نه دی.»

Afghanistan Taliban l Pul-e-Charkhi Gefängnis in Kabul
انځور: West Asia News Agency/REUTERS

بله خوا د افغانستان ځینو ګاونډیو هېوادونو هم په ځلونو اندېښنه ښودلې ده چې ګنې په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون دوی ته ګواښ دی او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د افغانستان خاوره دې کنټرول کړي، څو د دوی خلاف ونه کارول شي؛ خو طالب چارواکیو ویلي چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.