1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا رښتيا هم داعش په افغانستان کي ځپل شوی؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

طالبان وایي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او نړیوالو ته ګواښ نه شي پېښولای، خو روسيه د افغانستان له اړخه د خطر په سبب په تاجیکستان او قرغزستان کې په خپلو نظامي اډو کې تجهیزات ډېروي.

https://p.dw.com/p/4G60T
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د کارپوهانو په خبره داعش په افغانستان کې حضور لري او دغه ډله د نورو هيوادونو د استخباراتو په ملاتړ خپل تحرکات کوي. همداراز دوی وړاندوینه کوي چې د افغانستان ګاونډي هيوادونو ته ښایې داعش ګواښ پېښ کړي.

د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعالیت لري او د خپلو چارو ترسره کولو له پاره بودیجه لري او لګښتونه کوي.

د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل: «هیچا فکر نه کاوه چې طالبان دې یوه ورځ قدرت ته راشي. ممکنه ده داعش هم یوه ورځ قدرت ترلاسه کړي. داعش شته او فعالیت لري، په ټولو ولایتونو کې یې شبکې ډېرې فعالې دي. دوی مصرف کوي او خپل پرسونل ته معاش ورکوي.

په ۲۰۱۹م کال په ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شوي غړي
په ۲۰۱۹م کال په ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شوي غړيانځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images

ځینې بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې لا هم د تروریزم زمینه مساعده ده او نور هيوادونه هم خپلې موخې لري چې دغه تروریستي ډلې د خپلو ګټو او پر طالبانو د فشار په توګه وکاروي.

د نظامي چارو یو بل کارپوه جنرال ثمر سادات په دې اړه وایي: »له تروریستي ډلو څخه نور هيوادونه هم ګټه اخلي. چې له دې امله مثلا روسیه په منځي آسیا هيوادونو کې خپل چمتولی نیسي او امریکا هم غواړي په افغانستان خپل حضور ثابت کړي لکه پر ایمن الظواهري برید چې د امریکا استخباراتي او نظامي فعالیت ښیي. له تروریستي ډلو څخه چین او روسیه هم اندېښنه لري ترڅو ورته ګواښ پيښ نه شي.»

م.م: طالبان د نوي مقاومت او داعش له ګواښ سره مخامخ دي

نوموړی زیاتوي چې داعش په افغانستان کې حضور لري او د پامیر غرونو په لمنو کې ډېر حضور لري او خپلو لیکو کې نوي کسان جذبوي چې په دې وروستیو کې ان د کابل په لوېدیځ کې هم بریدونه وکړل.

په دې اړه د سېمې اوسېدونکي وایي، طالبان په ځینو کورونو او کلو باندې عملیات ترسره کوي او په پایله کې یې ځیني کسان د د اعش په نوم وژنې یا زندان ته اچوي. د بغلان ولایت یو قومې مشر د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل: »په شمالي او مشرقي ولایتونو کې اوس مهال د داعش تر نامه لاندې فعالیت کیږﻱ او د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي. څه موده وړاندي هم د بغلان د امنیه قومندانۍ تایید کړه چې دغه ولایت کې یې شپږ تنه داعشان وژلي دي.

افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې ـ بریدونه څوک کوي؟

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د روسیې په ګډون نور هيوادونه او نړیوال دې په افغانستان کې د داعش له حضور څخه اندېښنه نکوي او له دې هيواد څخه به د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت او بریدونو ته اجازه نه ورکوي. د نوموړي له قول څخه د طالبانو د باختر خبرې آژانس لیکلي: «داعش په افغانستان کې په بې مخينې ډول ځپل شوی او نور هيوادونه دې د خطر پېښېدو په تړاو هیڅ اندېښنه نه کوي.»

وړمه ورځ د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په تاجیکستان او قرغزستان کې په خپلو نظامي اډو کې د نظامیانو او تجهیزاتو ډېرولو خبره کړې چې لامل یې په افغانستان کې د داعش او القاعده تحرکات په ګوتو کړي.

زموږ له آرشیف څخه: