1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونیفورم نشتوالی او د مسؤل او نامسؤل ترمنځ د توپیر مشکل

۱۴۰۰ آذر ۱۲, جمعه

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښار په واټونو، د پلټنې په پوستو او پوځي ګاډو کې ډيری ناست کسان پوځي یونیفورم نه لري، چې له امله یې د مسؤل او نامسؤل ترمنځ توپير نه کیږي.

https://p.dw.com/p/43lwz
Afghanistan Bildergalerie Nach Abzug der Truppen
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

وسله والو طالبانو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵مه کابل ونېوه او د ښار امنیتي مسؤلیت ددې ډلې هغو جنګیالیو لاس ته ورغی چې کلونه یې له پوځي یونیفورم پرته جګړه کړې.

په پوځي موټرو او د تلاشۍ پوستو کې ناست ډيری طالب وسله والو ولسي جامې اغوستې، چې ډېر یې پګړۍ او اوږده ویښتان لري.

عسکري نظام، تعلیم، یونیفورم او قیافه

پوځي او امنیتي کارپوهان په عسکري نظام کې د غوره نظم لپاره پوځي یونیفورم خورا مهم او اړین بولي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل: «د یونیفورم ترڅنګ نظامي قیافه هم مهمه ده او د یونیفورم ارزښت دادی چې یو مسؤل او نامسؤل وسله وال سره تفکیک شي.»

دغه پوځي کارپوه بیا د امنیتي مسؤلینو لپاره تعلیم او تربیه تر دا نورو هم مهمه بولي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو په راتګ سره یې داسې انګېرله چې لږ تر لږه جنايي جرمونه به کم شي، خو د درې میاشتو په تېرېدو سره لاهم په ښار کې جنايي جرایم ډېر دي.

ددغه ښار د سمیر په نامه یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل، د جرمونو په دغه لوړ ګراف کې د امنیتي ځواکونو لپاره د یونیفورم نشتوالي د خلکو اندېښنې لاپسې ډېرې کړي. هغه وويل: «چک پاینټونو کې خلک په درست شکل نه پوهیږي چې اوس دا ولاړ وسله وال کسان مسوولین دي او که غله دي.»

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي برات علي دویچه ویله ته وویل، د امنیتي کسانو لپاره د یونیفورم د نشتوالي له امله ځیني کسان له دې تشې ناوړه استفاده کوي. هغه زياته کړه:«طالبان دغسې کسان چې د هغوی له جامې او قیافې په استفاده غلا، چور او چپاول کوي نااهله بولي، خو ښايي همدغسې کسان د طالبانو په لېکو کې وي.»

د برات علي په خبره تر اوسه څو سوداګر د طالبانو له جامو او امکاناتو څخه په ګټه اخېستنه تښتول شوي او بیا وروسته د ډېرو پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.

د اګست پر ۱۵مه، کله چې طالبان واک ته ورسېدل د هېواد ډيری زندانونه مات شول او زندانیان یې وتښتېدل.

ددغو زندانیانو ترمنځ ډېر هغه کسان هم وو چې په تېرو څو کلونو کې د تښتونو، وسله والو غلاوو او وژنو په تور بندیان ول، ځايي اوسېدونکي وايي اوس چې دغه کسان خوشې شوي بیرته یې جنايي جرمونو ته لاس اچولی.

Afghanistan Bildergalerie Nach Abzug der Truppen
طالبانو د يوې جنګي الوتکې په کابين کې ناست ديانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

طالبانو تېره نوامبر میاشت کې هم ژمنه کړې وه چې خپلو امنیتي ځواکونو ته نوی یونیفورم جوړوي، خو دا ستونزه لاهم نه ده هواره شوې.

د طالبانو ځواب

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت  لاهم ډېر ژر ددې امنیتي کسانو لپاره د یونیفورم ستونزې هوارولو ژمنه کوي. ددغه وزارت ویاند قاري سعید خوستي دویچه ویله ته وویل: «کوشش کیږي، چې ان شاالله دغه ستونزه حل شي، په کابل ښار کې به اوس ډېر کم کسان وي چې هغوی ته یونیفورم نه دی رسېدلی.»

کارپوهان وايي، امنیتي کسانو لپاره د پوځي یونیفورم جوړول او د هغوی ترمنځ نظم راوستل په کافي اندازه بودجه هم غواړي، خو طالبانو په دې اړه په غوڅه توګه څه نه دي ویلي چې د خپلو امنیتي ځواکونو بودجوي اړتیاوې له کومو سرچینو پوره کوي.

په تېرو شلو کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي لګښتونه امریکا ورکول.

امریکا د همدغه ۲۰۲۱ میلادي کال په جولايي میاشت کې هم ژمنه کړې وه چې له افغان ځواکونو سره د ۲۰۲۴ کال تر پایه د کال ۴ میلیارده ډالره مرسته کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د شاوخوا ۳ سوه زره امنیتي او دفاعي ځواکونو ځای طالب وسله والو نېولی او د حکومت تر ړنګېدو وروسته امریکا پر افغانستان خپلې پوځي مرستې درولي.

بنسټېره پوښتنه دا هم ده چې طالبان د یونیفورم په ګډون د خپلو ځواکونو پوځي لګښتونه څنګه او له کومو سرچینو برابروي؟

م.ش/ ب. ص

زموږ له آرشيف څخه: