1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو دوه پخواني بندیان افغانستان ته ستانه شول

۱۴۰۲ بهمن ۲۳, دوشنبه

د طالبانو ادارې چارواکي وايي چې هغه دوه افغانان چې په ۲۰۱۷م کال کې له ګوانتانامو زندان څخه ازاد شوي ول اوس کابل ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4cI3C
Der afghanische Gefangene Abdul Karim
انځور: Taliban Interior Ministry/AP/icture alliance

طالبانو ويلي دي چې د عبدالکریم او عبدالظاهر په نومونو دوه افغانان چې په ۲۰۱۷م کال کې له ګوانتانامو زندان څخه ازاد شوي ول او په عمان هېواد کې اوسېدل، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېدل. دا خبر د کابل هوايي ډګر مسئولینو او د عبدالظاهر زوی، عثمان هم رسنیو ته تائید کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې ورځې په خبر کې راغلي دي، چې عبدالکریم او عبدالظاهر تر ۲۰۱۷م کاله پوري په ګوانتانامو زندان کې د امریکايي ځواکونو په بند کې ول.

د ملا عبدالظاهر زوی عثمان طالب چارواکیو ته په اشارې وویل: «د الله ج په فضل او د اسلامي امارت د مشرتابه په هڅو هغه نن خپل هېواد ته راستون شو.»

د امريکا متحده ایالاتو پر چارواکو په ګوانتانامو زندان کې له زندانیانو سره د بد چلن او شکنجې تورونه لګول شوي؛ هغه ځای چې د دوی ډېری پکې بېله کومه توره زنداني شوي او د خپل زندان په اړه د هيڅ ډول قانوني اعتراض چانس نه لاره. د کلونو په جريان کې له دغه نظامي زندانه د طالبانو د قومندانانو په ګډون ډېر زندانیان آزاد شوي.

د ګونتنامو له زندانه ازاد شوی افغان ملا عبدالظاهر
د ګونتنامو له زندانه ازاد شوی افغان ملا عبدالظاهرانځور: Taliban Interior Ministry/AP/icture alliance

د ملا عبدالظاهر زوی عثمان د فرانس خبرې اژانس ته وویل: «زه خوښ یم، کله چې سهار له خوبه پورته شوم، داسې مې احساسوله چې دا زما له پاره اختر دی.»

افغانستان ته په رسېدو سره دغه دوه کسان له رسنیو پټ یوه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول او د خپلو پلویانو له لوري ورته په غاړو کې ګلونه واچول شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل، ملا عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ووزیان کلي اوسېدونکی دی، چې د ۲۰۰۲م کال په اګست میاشت کې د پاکستان حکومت نیولی او وروسته یې امریکايي ځواکونو ته تسلیم کړی و. نوموړی وايي، عبدالکریم په ۲۰۰۳م کال کې ګوانتانامو زندان ته واستول شو او له ۱۴ کاله زندان تېرولو وروسته ازاد او عمان هېواد ته واستول شو، چې هېڅ ځای ته یې د سفر اجازه نه لرله.

د ملاعبدالظاهر په نوم دوهم کس د لوګر ولایت د حصارک کلي اوسېدونکی دی، چې دی هم په ۲۰۰۲م کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوی وو او په بګرام زندان کې له څلورو میاشتو تېرولو وروسته ګوانتانامو زندان ته استول شوی و.

کیوبا کې د ګونتنامو زندان
کیوبا کې د ګونتنامو زندان انځور: Michelle Shephard/Toronto Star/AP Images/picture alliance

مفتي عبدالمتین قانع وايي، ملا عبدالظاهر د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر شپاړسمه نېټه له ګوانتانامو زندان څخه ازاد او عمان ته واستول شو، چې د سفر اجازې نه لرلو تر څنګ تر څار لاندې و. هغه وويل چې دغه دواړه بندیان د طالبانو ادارې د کلونو هڅو وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستانه شول.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې کابل ته د دغو دوو پخوانیو بندیانو د ستنېدو د هرکلي له پاره د کابل نړیوال هوايي ډګر پر سړکونو د ښه راغلاست بیلبورډونه لګول شوي او د دوشنبې په ورځ ډېر سرتیري په دندو ګومارل شوي ول.

د ياد آژانس د راپور له مخې په ګوانتانامو زندان کې اوس یو افغان بندي محمد رحیم پاتې دی، چې په نومبر میاشت کې یې کورنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه. د امریکا حکومت له کلونو راهیسې ویلي، چې هڅه کوي چې د زندانیانو شمېر کم کړي او باالاخره په کیوبا کې جوړ ګوانتانامو زندان چې د امریکا تر صلاحیت لاندې دی، وتړي.
od/pa (AFP)    

آزاد شوی طالب: مشران به مو بیا د جګړې ډګر ته و نه غواړي