1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا سربېره په خوست کې د کوچني اختر لمونځونه ادأ شول

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د کرونا باوجود په خوست کې د کوچني اختر لمونځ د خوست په مرکزي عیدګاه او په ولسوالیو کې د خلکو په پراخ ګډون سره تر سره شول. د خوست په مرکز کې بیا خلکو د کرونا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتونو سره لمونځ ادا کړ.

https://p.dw.com/p/3cgeo
Afghanistan Eid Fest Zuckerfest in Khost
انځور: DW/F. Zaher

په خوست ولایت کې د اختر لمونځ داسې مهال ادأ شو چې د خوست په شمول په ټول هیواد کې د کرونا مثبتې پیښې ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دي. په دغه ولایت کې خلکو د لمانځه پرمهال طبي سپارښتنې عملي کړي او د لمانځه پرمهال خلکو ترمنځ واټن پرېیښی و او له لرې یې یو بل سره روغبړ او ستړې مه شې کولې.

د لمانځه د ادا کولو پرمهال د خوست والي محمد حلیم فدایي وویل، چې سږنی اختر که څه هم د کرونا وبا افت له امله به کم رنګه وي، خو د وسله والو او افغان حکومت له لوري د جګړې اوربند اختر خوندور کړی دی. نوموړي د وسله والو طالبانو له دې اقدام هرکلی وکړ، چې د اختر په درېیو ورځو کې یې د اوربند د مراعاتولو پریکړه کړې ده.

د خوست والي خلک ملي یووالي ته راوبلل او دغه راز یې له شتمنو غوښتنه وکړه چې د کرونا له خوا د ځپل شوو کارګرانو او ډېرو بېوزله کورنيو سره دې مرسته او لاسنیوی وکړي.

د خوست اوسیدونکي هم سږني اختر ته خوښ دي او وایي چې هیلې یې په ژوندي کیدو دي، ځکه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند به په هېواد کې د دایمي سولې پیل وي.

Afghanistan Eid Fest Zuckerfest in Khost
انځور: DW/F. Zaher

د خوست یوه اوسیدونکي ګل روف عابد وویل چې سږنی اختر که څه له یوې خوا کرونا بې خونده کړی او خلک ډېر چېرته نه شي ګرځیدلی، خو د اوربند خبرې بيا دی خوشحاله کړی دی: «سږ مو څه تمه نه وه چې اختر به څه خوند ولري. ما پریکړه کړې ده چې خپلوانو او ملګرو کره به ډېر ولاړ نه شم. خو د اوربند خبر په کور خوښي راکړې او هیله لرم چې دا اوربند به زموږ ژوند د سولې او دایمي امن خوا ته بوځي».

د خوست یو بل تن اوسېدونکی کریم الله وایي چې لمونځ یې د کرونا له ویرې د طبي سپارښتنې سره سم په واټن کې ادا کړ، د هغه په خبره سږ کال به اختر ډېر خوند ونه لري، ځکه کرونا د هغه په ګډون ډېر نور خلک هم په کور کړې دي.

Afghanistan Eid Fest Zuckerfest in Khost
انځور: DW/F. Zaher

کریم الله وایي چې سږ دوی اختر په محدودیتونو سره لمانځي. هغه وایي: «زموږ کورنۍ پريکړه کړې ده چې سږ اختر په کور کې تېر کړو. موږ چا کره نه ځو او تمه نه لرو چې نور څوګ راته راشي. کرونا به مو ووژني. ښه خبره ده، چې په ټیلفون کې مبارکۍ سره وکړو».

د خوست امنیتي مسئولین وایي چې د خوست په هیڅ سیمه کې تر اوسه د نا امنۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د خوست پولیسو دغه راز خلکو ته خبرداری ورکړی چې د اختر په درېو ورځو کې په موټر سایکل ګرځیدل په بشپړه توګه بند دي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري له دویچه ویله سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې سږ کال له کلتوري او دوديزو اختريزو لمانځلو تېر شي او خپلې روغتیا ته پام وکړي. نوموړی له خلکو غواړي چې په کور پاتې شي او له خلکو سره واټن او نورې طبي سپارښتنې عملي کړي.

خبریال: فریدالله ظاهر- خوست