د کرزي مرستيال د يو راکټي بريد څخه روغ وتلی
۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبهد وردگو ولايت وياند، شاهدالله شاهد، وويل چي دغه پيښه د هغه ولايت په چک وردگ ولسوالۍ کي رامنځ ته سوه.
« پيښه هغه مهال را منځ ته سوه چي دواړو مشرانو د پوليسو د روزني د مرکز په يوه غونډه کي گډون کړی و.»
د شاهد په وينا د غونډي د پای ته رسيدو وروسته، يو راکټ د غونډي ځای ته شاوخوا ۵۰۰ ميتره ليري پر يوه خالي مځکه ولگيدی. شاهد زیاتوی چي په دغي پيښه کي مالي او ځاني تاوان نه دی رسيدلی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند معاون، نجيب نيګزاد، د پيښي پخلی کړی او دايي د افغانستان د دښمنانو کار بللی.
هغه ويلي چي د ولسمشر دوهم مرستيال او د کورنيو چارو وزير هلته د پوليسو د روزلو د يو نوي مرکز په پرانست غونډه کي گډون کړی و.
که څه هم طالبان په وروستيو کي افغان لوړ پوړي چارواکي تر بريد لاندي نيسي خو د دويم مرستيال او کورنيو چارو د وزير په نښه کول په خپل ذات کي لومړۍ پيښه ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل