1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردک: پر دولتی نهادونو د طالبانو بریدونه ډیریږی

۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزیر، جنرال عبدالرحیم وردک، وایی چی د افغانستان دښمنان د خپل د تکتیک په بدلولو او پر دولتی ودانیو د حملو په ترسره کولو سره غواړی پر افغان ځواکونو د نړیوالی ټولنی اعتماد له منځه یوسی

https://p.dw.com/p/11O7f
د افغانستان د دفاع وزیر
د افغانستان د دفاع وزیرانځور: DW

په تیرو دوه میاشتو کی طالبانو پر دولتی نهادونو، دولتی او ملکی کارکونکو پرله پسی بریدونه په لاره اچولی. طالبان د افغانستان پر دفاع وزارت او د دغه وزارت پر تر تولو لوی روغتون هم بریدونه تر سره کړل چی دغو پیښو ډیری انتقادونه رامنځ ته کړی دی.

د چهار شنبه په ورځ عبدالرحیم وردک د پارلمان لخوا یوی استجوابی غونډی ته رابلل شوی ؤ. په دغی غونډی کی وردک وویل چی پر دولتی نهادونو او امنیتی تاسیساتو حملی د طالبانو نوی استراتیژی ده.

ده وویل: «دښمن دغه موضوع درک کړی چی باید د افغانستان ملت د دغه هیواد پر امنیتی ځواکونو بی باوره کړی. دوی دغه کار سره غواړی چی نړیواله ټولنه په دی باور کړی چی پر افغان امنیتی ځواکونو پانګه اچونه ؤ نه کړی. د همدی لپاره دوی د افغان حکومت پر ځواکونو او نهادونو پرله ‎پسی بریدونه تر سره کوی.»

د افغانستان د دفاع وزیر ؤ منله چی دا شان بریدونه به ادامه پیدا کړی. هغه وویل: «زه غواړم چی نن دا خبری وکړم چی دا به د طالبانو وروستی بریدونه نه وی. او پر دغو مهمو دولتی تاسیساتو به د دوی بریدونه ادامه پیدا کړی.»

وردک وویل چی د افغانستان دښمنان کوښښ کوی چی د امنیتی ځواکونو په صفوفو کی نفوذ وکړی. دا په داسی حال کی ده چی د افغانستان د ملی امنیت اداری ویلی چی پر 400 بستریزه روغتون وروستی برید کی یو افغان سرتیری هم لاس درلود.

د افغانستان د دفاع وزیر، عبدالرحیم وردک، همدا راز د ولس استازو ته وویل چی افغان ملی ځواکونه د کیفیت او کیمیت له نظره د ودی په حال کی دی. ده زیاته کړه هغه سیمی چی پخوا د طالبانو تر کنترول لاندی وی اوس مهال د افغان ځواکونو لخو اداره کیږی. ده همدا راز ؤ ویل چی افغان ځواکونه د ملت ملاتړ له ځان سره لری.

د دفاع وزیر د دی خبری پخلی وکړ چی د افغانستان دښمنان په دی هڅه کی دی چی د خلکو د دینی احساساتو څخه په استفاده کولو سره د افغانستان د دولت او نړیوالی تولنی تر منځ واټن لا ډیر کړی. هغه وویل: «دښمن په هڅی کی دی چی زمونږ د ملی او مذهبی احساساتو څخه استفاده وکړی او زمونږ او نړیوالی ټولنی ترمنځ واټن پیدا کړی. دی غواړی چی افغانستان یوځل بیا د نویمی لسیزی حالاتو پلو بوځی.»

وردک ؤویل وروسته له هغی چی طالبانو په قندهار او هلمند کی خپل پتنځایونه له لاسه ورکړل، دوی خپل جنګی تاکتیکونو کی هم بدلون راوست. ده زیاته کړه چی طالبان اوس د مخامخ جګړی پر ځای انتحاری حملی او د واټ د غاړی د ماینونو بریدونه تر سره کوی.

وردک ؤویل چی د طالبانو د مخنوی یوازینی لاره دا ده چی دوی په هغو ځایونو کی چی روزل کیږی حنثی شی. ده وویل: «د دغو شان بریدونو د مخنوی لپاره باید ترهګر په هغو ځایونو کی چی روزل کیږی له منځه لاړشی چی په دی برخی کی زمونږ له لاسه څه پوره نه دی.»

دا په داسی حال کی ده چی ملی امنیت په وار وار هغه انتحاری برید کونکی چی ژوندی نیولی رسنیو ته ښودلی ترڅو دغه خبره چی ترهګر د پاکستان څخه افغانستان ته راځی په اثبات ورسوی.

دویچه وله/ حسین سیرت
کتونکی/ مسعود جهش