شخړي
د کابل پوهنتون ته څيرمه چاودنه کي ۶ کسان وژل سوي
۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعهاعلان
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د جمعې په ورځ سهار تر چاودني وروسته روغتون ته رسول سوو ۲۷ ټپيانو کي زده کوونکي دي.
چاودنه هغه مهال سوې ده چې په کابل پوهنتون کي زده کوونکي د يوې ازمويني له پاره راټول سوي ول.
د کابل د پوليسو وياند ويلي دي چي د چاودني ځای ته څيرمه پوليسو يو بل بم شنډ کړی دی.
د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د چاودني مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی او دا هم معلومه نه ده چي چاودنه، که ځانمرگی برید وو.
د کابل تر پيښي څو ساعته مخکي وسله والو طالبانو د کندهار ولايت پر امنيې قومندانۍ د ځانمرگي او وسله وال بريد مسئوليت پرغاړه اخيتسی وو.
په دغه بريد کي ۱۲ کسان وژلي سوي او تر ۸۰ زيات ټپيان سوي دي.
(N.Z/S.R(Reuters,dpa